په المان کې یوه شبکه چې د پیسو په بدل کې به يي کډوالو ته اسناد برابرول ونیول شوه

د آلمان په ۸ ایالتونو کې د بډو په بدل کې  غیرې قانوني کډوالو ته  د قانوني اسنادو د جوړولو یوه  شبکه ونیول شوه.

2129256
په المان کې یوه شبکه چې د پیسو په بدل کې به يي کډوالو ته اسناد برابرول ونیول شوه

د آلمان په ۸ ایالتونو کې د بډو په بدل کې  غیرې قانوني کډوالو ته  د قانوني اسنادو د جوړولو یوه  شبکه ونیول شوه.

د آلمان د پولیسو لخوا په خپور شوي بیان  کې یادونه شوې چې د کلونو تخنیکي څارنې په پایله کې ترلاسه شوو معلوماتو په رڼا کې ، د دوو حقوقي شرکتونو په ګډون د ۱۰۱ استوګنځایونه  او کاري ځایونو په وړاندې عملیات ترسره شول. پدې عملیاتو کې تر زرو تنو ډیرو پولیسو ګډون کړی وو.

د دوسلدورف د څارنوالۍ د پرېکړې له مخې،  د یو زیات شمیر کسانو پر خلاف د نوموړې شبکې د غړیتوب او خلکو ته په ناقانونه توګه د پیسو په بدل کې د اسنادو د اخیستو او فساد په تور پلټنې پيل شوي دي.

د ویلو ده چې نوموړې شبکې چې وکیلانو يي هم غړیتوب درلود په لسګونو شتمنو چینايي وګړو ته د ۳۰ زرو نه تر ۳۶۸ زرو ایرو په بدل کې د اروپا د اوسیدو اسناد ترلاسه کړي دي.

ویل شوي چې عماني او سویلي افریقا وګړي هم  د هغه کسانو په منځ کې قرار لري چې په پیسو اسناد اخیستي دي.

په بیان کې راغلي دي چې  د استوګنې جوازونه د کیرپین او سولینګین ښارونو سربیره همدارنګه د راین - ایرفت سیمې او دورین ولسوالۍ کې د کډوالۍ دفترونو څخه صادر شوي.

داسې انګیرل کیږي چې د عملیاتو پرمهال نیول شوي وکیلانو د کډوالۍ دفتر کارمندانو ته د استوګنې جواز ورکولو لپاره رشوت ورکړی.


پيوندونه: #المان

اړوند خبرونه