نایجریا له امریکا غوښتي چې ددې هیواد غلا شوې پيسې بیرته وسپاري

د نایجریا حکومت د امریکا پر متحده ایالتونو غږ کړی چې د دغه هیواد د چارواکو له خوا غلا شوې او امریکا ته انتقال شوي  پیسې بیرته دې هیواد ته وسپاري.

2133782

د نایجریا د بهرنیو چارو وزیر یوسف میتاما توګر وویل چې حکومت د نایجریا چارواکو لخوا بهر ته قاچاق شوي میلیونونه ډالر بیرته راستنیدو باندې کار کوي.

توګر یادونه وکړه چې د امریکا لخوا نایجریا ته اعاده شوي ۳۰۸  میلیون ډالر د کلونو په اوږدو کې د قاچاق شویو پیسو په پرتله کافي ندي.

هغه دې ته په اشارې سره چې د نایجیریا حکومت به بهر ته قاچاق شوي پیسې د پراختیایی شریکانو سره د شوي تړونونو سره سم د خپلو اتباعو د ګډو ګټو لپاره وکاروي ، توګر په امریکا غږ وکړ چې پیسې بیرته واستوي.

توګر وویل چې دا پیسې به د زیربناوو پراختیا ته ځانګړې شي چې  د سړکونو، ښوونځیو، تعلیم او نورو حیاتي سکتورونو په څیر پروژو باندې تمرکز کوي . دا برخې په جدي توګو پيسو ته اړتیا لري.

ادعا کیږي چې د نایجریا چارواکو په میلیونونو عامه ډالر مختلفو هیوادونو لکه امریکا ته قاچاق کړي.

پيوندونه: #امریکا , #نایجیریا

اړوند خبرونه