ټي آر ټي ټلوېزيون

 

ټلوېزيون

په تركيه كې د بې شمېره سراسري او سيمه ايزو ټلوېزيوني كانالونو په چوكاټ كې د ټي آر ټي د ادارې ټلوېزيوني كانالونه  د سمو او بې طرفه ښوونيزو، كلتوري، هنري، سپورټي، تفريحي، د مستندو فلمونو او موسيقۍ د كانالونو سره د تركيې د خاورې ۹۹ سلنې او د هېواد له پولو بهر ټولو ليدونكو ته خطاب كوي.

د ټي آر ټي نشرات، د ټولنې د وګړو د عمر، مسلكي ژوند، ښوونيزې او كلتوري سطحې په نظر كې نيولو سره سم، بې طرفه او په ساده ژبه د هر ډول ښوونيزو او كلتوري پرمختګونو په اړه معلومات وركوي. د تفريح تر څنګ د روزنې چارې او د ملي كلتور په چوكاټ كې د پيوستون هدف لري.

ټي آر ټي – ۱

د كورنيو كانال. د ټي آر ټي – ۱ كانال چې په تركيه كې تر ټولو زيات ليدونكي لري د كورني كلتور په نظر كې نيولو سره ښوونيزې، كلتوري، هنري، تفريحي، سپورټي او د موسيقۍ خپرونې لري. د ټي آر ټي – ۱ كانال د هېواد ۹۹،۹ سلنه خاوره تر خپل نشراتي پوښښ لاندې لري او همدا راز د انټرنېټ له لارې هم ټولې نړۍ ته خطاب كوي.

ټي آر ټي  وړلد

دا خبري كانال ټولې نړۍ په انګليسي ژبې خپرونې لري. ټي آر ټي وړلد د جرئت لرونكي دريځ سره انسان محوره نشرات لري.

ټي آر ټي – خبر

پدې كانال كې روانې چارې، سياسي خپرونې، تحليونه، تبصرې، سپورټي، هنري او كلتوري پروګرامونه خپريږي. سربېره د مستندو فلمونو په اړه ځانګړې خپرونې لري. د ټي آر ټي خبر اساس د سم او بې طرفه پروګرامونو پر خپرولو ولاړ دى. پر همدې اساس د تلوېزيون پر پردې د ژوند ټولو رنګونو ته انعكاس وركوي. تاسې هم د سم خبر د تر لاسه كولو حق لرئ. د خبرونو كانال،  په هر ځاى كې ټي آر ټي – خبر

ټي آر ټي سپور

د ټي آر ټي سپور كانال د ۲۰۱۰م كال د اګست په مياشت كې په خپرونو پيل كړى دى. پدې كانال كې د ملي او نړيوالو ټولو سپورټي سياليو او پروګرامونو په اړه ژوندۍ او ثبت شوې خپرونې خپريږي. دا كانال د سپورټ هرې برخې ته ځانګړى اهميت وركوي.

ټي آر ټي – آواز

دې كانال د ۲۰۰۹م كال د مارچ په مياشت كې په خپرونو پيل وكړ. دا كانال د ازبكستان، قزاقستان، قېرغېزستان، تركمنستان، آذربايجان، بوسنيا هېرزګوېنا، البانيا او تركيې په ګډون په ۸ بېلابېلو هېوادونو كې په ۸ ژبو باندې د لرې ختيځ له سيمې نيولې د بالكان تر سيمې پورې په پراخه جغرافيه كې د تركي نړۍ لپاره نشرات لري. ددې كانال له لارې د تركيې د جمهوريت او نورو ترك توكمه جمهوريتونو ترمېنځ د ژبې او فكر د يووالي د رامنځته كولو په موخه فعاليت كوي. د آواز كلمه چې په يو زيات شمېر تركي لهجو كې د غږ په معنى دى، د ترك توكمو جمهوريتونو په ګډ آواز باندې بدل شوى دى. په همدې موخه د منځني ختيځ له سيمې نيولې د فققاز تر سيمې پورې د ۲۷ هېوادونو او ۱۳ خودمختاره سيمو د شاوخوا ۲۵۰ ميليونو نفوسو د پام وړ ګرځېدلى دى.

ټي آر ټي – چوجوك

د معاصرو تركي ماشومانو لپاره له كارتوني فلمونو نيولې تر موسيقۍ، له خبرونو نيولې تر سپورټ پورې په هر ډګر كې د دوى د ذهني، فزيكي، روحي او اخلاقي پرمختګ او د سالم نسل د روزنې د روزنې په موخه خپرونې لري. د روزنې د جهاني قواعدو په نظر كې نيولو سره د لوړ كيفيت لرونكې او معاصرې نشراتي پالېسۍ په چوكاټ كې د ماشومانو د تركي كلتور او تركي ژبې د معرفي كولو په موخه ماشومان هم لوبوي او هم روزي.

ټي آر ټي - بېلګه سل

دا كانال د تركيې د تاريخ، كلتور، طبعيت، ټولنې، چاپېريال، ټېكنالوژنۍ، پوهنې او هنر  په اړه په جرمني، فرانسوي، روسي، انګليسي او تركي ژبو د مستندو فلمونو په چوكاټ كې معلومات وركوي. ددې كانال اصلي موخه د ټلوېزيون پر پردې راتلونكو نسلونو ته د تېره وخت په اړه د معلومات وركول دي.

ټي آر ټي – موزيك

پدې كانال كې د تركيې او نړۍ د نامتو هنرمندانو هنري آثار نندارې ته وړاندې كيږي. سربېره پر دې د موسيقۍ په برخه كې سيالۍ، مستند فلمونه، كنسرتونه، د لس غوره سندرو لېست او ورته نور پروګرامونه او ژوندۍ خپرونې هم لري. دې كانال د ۲۰۰۹م كال د نوامبر د مياشتې په ۱۶مه نېټه په فعاليت پيل كړى دى چې په كې تر ډېره بريده د تركيې د سيمه ايزې موسيقۍ او د تركيې د كلاسيكې موسيقۍ اثار په لوړ كيفيت ليدونكو ته وړاندې كيږي.

ټي آر ټي – العربيه

دا كانال چې په عربي ژبه خپرونې لري د نړيوالې ټولنې او په تېره بيا د سيمې د هېوادونو سره د تركيې د اړيكو د لا زياتې پياوړتيا په موخه فعاليت كوي. پدې كانال كې د سيمې د هېوادونو ترمېنځ د عربي ژبې ويونكو ته  د ماشومانو او ښځو په اړه د پروګرامونو نه نيولې د روغتيا، اقتصاد، ډرامو، مستندو فلمونو، سپورټ، خبرونو، كلتور او هنر، دين او اخلاقو او تفريح په برخه كې بېلابېل پروګرامونه لري. دې كانال د ۲۰۱۰م كال د اپريل په مياشت كې په خپرونو پيل وكړ. ددې كانال اصلي موخه د هغو ۲۲ هېوادونو د شاوخوا ۳۵۰ ميليونو د نفوسو او تركيې ترمېنځ د هر اړخيزو اړيكو د لا پياوړتيا په موخه هلې ځلې دي.

 

ټي آر ټي – ترك

دا كانال هم په نړيواله سطحه په تركي ژبه خپرونې لري. پدې كانال كې د تركيې او تركانو د معرفي كولو په اړه كلتوري او هنري پروګرامونه خپريږي. ددې كانال اصلي موخه له هېواده بهر د مېشتو تركي هېوادوالو او ترك توكمه وګړو او تركي كلتور ترمېنځ د اړيكو د ټينګولو په موخه هلې ځلې دي. د همدې امله په نړۍ كې د ټولو كسانو په غم غمژن او په ښادۍ ښاد دى.

ټي آر ټي – كردي

د ټي آر ټي كردي كانال چې د ۲۰۰۹م كال د جنورۍ په مياشت كې تاسيسي او په كردي ژبه خپرونې لري په نړيوال ډګر كې او په ځانګړي توګه د سيمې د هېوادونو سره د اړيكو د ټينګښت په برخه كې مرسته كوي. ددې كانال اصلي موخه په هېواد كې د ملي يووالي او پيوستون د ټينګښت په موخه په كردي ژبه نشراتي فعاليت دى.

ټي آر ټي – اوكول

دې كانال د ۲۰۱۱م كال د جنورۍ په مياشت كې په فعاليت پيل وكړ. دا كانال په تركيه كې د انادولو د پوهنتون د اكاډيمكې همكارۍ په چوكاټ كې د درسي پروګرامونو سربېره ښوونيز او كلتوري پروګرامونه هم لري. سربېره پر دې  د ټي آر ټي په سټډيو ګانو كې د بېلابېل عمر لرونكو ليدونكو رونيزې خپرونې جوړيږي او د لنډو پيغامون په واسطه ځوانانو ته خطاب كوي.

ټي آر ټي – ۳

پدې كانال كې د تركيې د ملي شورا د غونډو چارې او د ټي آر ټي – سپور د كانال يو لړ خپرونې په ترتيب سره خپريږي.