ټي آر ټي راډيو

 

راډيو

تل شكايت كوو چې علمي او ټېكنالوژيك پرمختګونه هېواد ته په خپل وخت نه وارديږي ... د راډيويي نشراتو كيسه بيا بل ډو ده. د ۱۹۲۷م كال د مې د مياشتې په ۶مه نېټه د نورې نړۍ سره سم په تركيه كې هم راډيويي نشرات پيل شوي دي. د ۱۹۶۴م كال د مې د مياشتې په لومړۍ نېټه د ټي آر ټي د تاسيس سره سم راډيويي نشرات هم نوي شول. نن ۱۶ راډيويي كانالونه چې ۵ يې سراسري، ۵ يې سيمه ايز، ۳ يې نړيوال او درې يې ځايي دي، په تركيه كې عامه نشراتو په ډګر كې په ټوليزه توګه بې طرفانه او د مسئوليت په درك سره په تركي ژبه علمي، خبري، معلوماتي، ښوونيز، كلتوري، تفريحي او د موسيقۍ خپرونې لري. پدې ډول په تركيه كې د ټولنې ټولو قشرونو ته خطاب كوي.

ټي آر ټي راډيو – ۱

د ښوونې، كلتور او خبر په ډګر كې د ټولو هغو كسانو لپاره چې د پوهې تږي دي ... د پوهې، هنر، ادبياتو، تياتر، سپورټ، چاپېريال، اقتصاد، تفريح او خلاصه د ژوند په هر ډګر كې سم، بې طرفه او چټكې خپرونې لري د تركيې په هر ګوډ كې او د سټلايټ او انټرنېټ له لارې په ټوله نړۍ كې ...  ټي آر ټي راډيو – ۱ د ۱۹۲۷ كال راهيسې تر ننه پورې ... په هر هغه ځاى كې چې راډيو وي...

 

ټي آر ټي اېف اېم

ستاسې همراز، دوست او د لارې ملګرى ... د ژوندۍ خپرونو سره د موسيقۍ د مشهورو څېرو د آثارو په وړاندې كولو سره په مو په خدمت كې دى. د تركيې په هر ګوډ كې او د سټلايټ او انټرنېټ له لارې په ټوله نړۍ كې ...  ټي آر ټي – اېف اېم، اوږدې فاصلې را لنډوي.

ټي آر ټي راډيو – ۳

له الوېس پريسلي نيولې تر جان پېز پورې، د فرانك سيناترا نيولې تر چايكوفسكي پورې، له موتزراته نيولې تر سېرا وګان پورې د پراخ آرشيف نه په زړه پورې بېلګې ... د كلاسيكې او مدرنې موسيقۍ بېلګې ... د تركيې په هر ګوډ كې او د سټلايټ او انټرنېټ له لارې په ټوله نړۍ كې ...

 

ټي آر ټي – نغمه

د ټي آر ټي له آرشيفه په زړه پورې آثار او نوې ترانې ... د كورس موسيقي، د اورېدونكو غوښتنې، په ژوندۍ بڼه د تركيې د كلاسيكې موسيقۍ په زړه پورې بېلګې... د تركيې په هر ګوډ كې او د سټلايټ او انټرنېټ له لارې په ټوله نړۍ كې ...

ټي آر ټي – توركو

د تركيې د سيمه ايزې موسيقۍ ترانې، سروكې، محلي سندرې او مرثيې... په زړه پورې سيمه ايزې سندرې، د محلي هنرمندانو آوازونه او د اماتورو ډلو غږونه... د موسيقۍ په برخه كې د عنعنوي ميراث بېلګې... د تركيې په هر ګوډ كې او د سټلايټ او انټرنېټ له لارې په ټوله نړۍ كې ...

ټي آر ټي  مملكتيم اېف اېم

د ژوند خوږې ترخې،  د كډوالۍ تجربې، د برياليتوب كيسې، د هېواد اړوند ارزښتونه او د نړۍ په هر ګوډ كې د هېوادوالو حال او احوال سربېره په زړه پورې موسيقي...  د ځوانانو او هغو لپاره چې لا ځانونه ځوان بولي، په زړه پورې سندرې د ټي آر ټي مملكتيم اېف ايم د راډيويي څپو له لارې... ټي آر ټي مملكتيم اېف اېم د انټرنېټ، سټلايټ او كېبل له لارې په اونۍ كې هره ورځ د تركيې په وخت د سهار له نهو بجو د مازيګر تر شپږ بجو پورې... كه چېرې د خپلې خوښې سندره غواړۍ او يا يې چاته ډالۍ كوئ او يا هم خپل احساس او افكار له موږ سره شريكوئ نو د تركيې تر ټولو خوندور كانال ټي آر ټي مملكتېم اېف اېم ستاسې په خدمت كې دى...

ټي آر ټي، ټي اېس آر

په بهر كې د هېوادوالو او همنژادو لپاره ۲۴ ساعته خپرونې... د بېلابېلو كورنيو او بهرنيو چارو په اړه د تركيې د رسمي نظر د څرګندولو، د هېواد د معرفي كولو په موخه خپرونې د تركيې غږ راډيو ( ټي اېس آر) له لارې په ۳۷ ژبو خپريږي.

د ټي آر ټي اناتاليا راډيو

له ۱۹۶۲م كال نه نيولې تر ننه پورې... د مديترانې د بحيرې د رنګونو، موسيقۍ، كلتور او عنعناتو په اړه په اونۍ كې ۵ ورځې د سهار له ۱۰ بجو تر ۱۲ بجو او په اونۍ كې دوه ورځې د سهار له ۱۰ بجو تر ۱۲ نيمو بجو پورې د مديترانې د بحيرې په سيمه كې خپرونې لري. د ماسپښين له يوې بجې نيولې د يو ساعت لپاره د ټي آر ټي توركو د كانال له لارې هم په تركيه او ټولې نړۍ كې خپريږي...

د ټي آر ټي چوكور اوا راډيو

له ۱۹۶۸م كال راهيسې تر ننه پورې... د توروس د غرونو د لمنې بويونه، ژوند او سيمه ايزو عنعنوي ارزښتونو په اړه په اونۍ كې ۵ ورځې د سهار له ۱۰ بجو تر ۱۲ بجو او په اونۍ كې دوه ورځې د سهار له ۱۰ بجو تر ۱۲ نيمو بجو پورې  په سيمه كې خپرونې لري. د ماسپښين له يوې بجې نيولې د يو ساعت لپاره د ټي آر ټي توركو د كانال له لارې هم په تركيه او ټولې نړۍ كې خپريږي...

د ټي آر ټي ګاپ دياربكر راډيو

له ۱۹۶۴م كال راهيسې تر ننه پورې...  د سوېل ختيځ اناتوليا د كلتور او د سيمې د فولكلور په اړه په اونۍ كې ۵ ورځې د سهار له ۱۰ بجو تر ۱۲ بجو او په اونۍ كې دوه ورځې د سهار له ۱۰ بجو تر ۱۲ نيمو بجو پورې د مديترانې د بحيرې په سيمه كې خپرونې لري.  د ماسپښين د ۳ بجو نه نيولې د يو ساعت لپاره د ټي آر ټي توركو د كانال له لارې  په تركيه او ټولې نړۍ كې خپريږي...

د ټي آر ټي ترابزون راډيو

له ۱۹۶۸م كال راهيسې تر ننه پورې.. د شنو درو، ښكلي موسم، د تولوم او كمنچې په نامه د  سيمې د موسيقۍ د ځانګړو آلاتو سره د تورې بحېرې د سيمې لپاره په اونۍ كې ۵ ورځې د سهار له ۱۰ بجو تر ۱۲ بجو او په اونۍ كې دوه ورځې د سهار له ۱۰ بجو تر ۱۲ نيمو بجو پورې د يو ساعت لپاره د تورې بحيرې د سيمې د خلكو لپاره خپرونې لري. د ماسپښين له ۲ بجو نيولې د يو ساعت لپاره  د ټي آر ټي توركو د كانال له لارې په تركيه او ټولې نړۍ كې خپريږي...

د ټي آر ټي ارضروم راډيو

له ۱۹۶۰م كال راهيسې تر ننه پورې... د سيمه ايزې موسيقۍ، د ختيځې اناتوليا د فولكلور په اړه  په اونۍ كې ۵ ورځې د سهار له ۱۰ بجو تر ۱۲ بجو او په اونۍ كې دوه ورځې د سهار له ۱۰ بجو تر ۱۲ نيمو بجو پورې په ختيځه اناتوليا كې خپريږي.  د ماښام د ۵ بجو نيولې د يو ساعت لپاره  د ټي آر ټي توركو د كانال له لارې په تركيه او ټولې نړۍ كې خپريږي...

ټي آر ټي كېنت راډيو انقره

د انقرې د ښار په اړه هر څه... د ښار په اړه د هر ډول معلوماتو د ترلاسه كولو په موخه د ټي آر ټي كېنت انقره راډيو د ۱۰۵،۶ اېف اېم څپو له لارې په انقره كې اورېدلى شئ.

ټي آر ټي كېنت راډيو استانبول

د استانبول د ښار په اړه هر څه... د ښار په اړه د هر ډول معلوماتو د ترلاسه كولو په موخه د ټي آر ټي كېنت انقره راډيو د ۱۰۵،۶ اېف اېم څپو له لارې په استانبول كې اورېدلى شئ.

ټي آر ټي كېنت راډيو ايزمير

د ايزمير د ښار په اړه هر څه... د ښار په اړه د هر ډول معلوماتو د ترلاسه كولو په موخه د ټي آر ټي كېنت انقره راډيو د ۱۰۵،۶ اېف اېم څپو له لارې په ايزمير كې اورېدلى شئ.

ټي آر ټي راډيو كردي

دا راډيو چې په هېواد كې د ملي يووالي او پيوستون د پياوړتيا په موخه فعاليت كوي د معاصر نشراتي سياست په چوكاټ كې هر چا ته په كردي ژبه خطاب كوي. ددې كانال خپرونې د ۲۰۰۹م كال د مې د مياشتې په لومړۍ نېټه د راډيو – ۶ تر نامه لاندې پيل شوې. ددې راډيو اصلي موخه د سيمې د اوسېدونكو او د دولت ترمېنځ د اړيكو د پياوړتيا ترڅنګ په نړيوالو اړيكو كې د تركيې مثبت رول ته پاملرنه جلبول دي.

ټي آر ټي راډيو خبر

په هېواد كې د ټولنې ټولو برخو ته د خبرونو، خبري پروګرامونو، د هوا د مواصلاتي لارو د حالاتو سربېره كلتوري او هنري خپرونې لري. په سمه توګه د خلكو د خبرولو په موخه بې طرفه او چټكې خپرونې لري.