تاريخچه

تاريخچه

د تركيې د راډيو ټلوېزيون اداره ( ټي آر ټي) د ۱۹۶۴م كال د مې د مياشتې په لومړنۍ نېټه  د يو دولتي، نشراتي ارګان په توګه د ځانګړي قانون پر اساس تاسيس شوه. د همدې قانون له مخې ټي آر ټي د يو خپلواك او د حكمي شخصيت لرونكي نشراتي ارګان په توګه په خپرونو پيل وكړ. په ۱۹۷۲م كال كې د اساسي قانون د اړوندې مادې د بدلون په پايله كې ټي آر ټي د `بې طرفه` دولتي عام المنفعه ادارې په توګه وپېژندل شوه.

د ۱۹۸۲م كال د اساسي قانون د حكمونو پر اساس د تركيې د راډيو ټلوېزيون قانون هم نوى شو. په ۱۹۸۶م كال كې د سټلايټ له لارې د ټلوېزيوني خپرونو د پيل سره سم په ۱۹۹۰م كال كې خصوصي ټلوېزيوني كانالونو ته هم د خپرونو اجازه وركړل شوه. پدې ډول د ټلوېزيوني نشراتو په برخه كې د ټي آر ټي تر څنګ نورو خصوصي كانالونو هم په خپرونو پيل وكړ.

په ۱۹۹۳م كال كې د اساسي قانون د ۱۳۳مې مادې د بدلون سره سم د خصوصي راډيويي او ټلوېزيوني خپرونو  د پيل سره سم ټي آر ټي يو ځل بيا د خپلواك نشراتي ارګان په توګه خپل موقف وساتلو.  اوسمهال ټي آر ټي د خپلو راډيويي  او ټلوېزيوني كانالونو سربېره د ټولو نشراتي ارګانونو سره د يوې خپلواكې او بې طرفې ادارې په توګه چې په اساسي قانون كې درج شوې ده، نشراتو ته دوام وركوي.

د تركيې د راډيو ټلوېزيون د ادارې تر تاسيس وړاندې راډيويي خپرونې چې د تركيې د بېسيم ټېلفون د شركت پورې يې اړه درلودله، په ۱۹۶۴م كال كې ټي آر ټي ته وسپارل شوې. په تركيه كې لومړنۍ راډيويي خپرونې د ۱۹۲۷م ميلادي كال د مې د مياشتې په ۶مه نېټه د استانبول د راډيو لخوا پيل شوې. وروسته بيا په ۱۹۲۸م كال كې د انقرې راډيو تاسيس شوه. د انقرې او استانبول راډيوګانو د ۱۹۳۶م كال د سپتمبر د مياشتې په ۸ مه نېټه د تركيې  د پوسټ او تېلګراف د تشكيلاتو ( پي ټي ټي) تر څارنې لاندې خپل فعاليت ته دوام وركړ. د پي ټي ټي تر څارنې لاندې د انقرې د راډيو استونكې دستګاه پياوړې او د ۱۹۳۸م كال د اكتوبر د مياشتې په ۲۸مه نېټه يې په ملي سطحه خپرونې پيل كړې. د استانبول راډيو بيا د ۱۹۳۸م كال د اكتوبر په مياشت كې خپل نشرات د ۱۹۴۹م كال د نوامبر د مياشتې تر ۱۹مې نېټې د شاوخوا ۱۱ كلونو لپاره وځنډول. د دويمې نړيوالې جګړې نه وروسته د تركيې راډيوګانې د وخت د مطبوعاتو عمومي مديريت ته چې نوى تاسيس شوى و، وركړل شوې. ( د مطبوعاتو عمومي مديريت اوسمهال د نشراتو، ګرځندوى او اطلاعاتو په عمومي رياست بدل شوى دى.) د ايزمير راډيو په ۱۹۵۰م كال كې ددې ښار د ښاروالۍ تر ادارې لاندې خپرونې پيل كړې او په ۱۹۵۳م كال كې د وخت د مطبوعاتو د عمومي مديريت په واك كې وركړل شوه.

د ۱۹۶۰م كال نه وروسته د تركيې په ۸ لويو ولايتونو كې سيمه ايزې راډيوګانې تاسيس شوې. د تركيې د ۱۹۶۱م كال د اساسي قانون له مخې چې د خپلواكه او بې طرفه راډيويي نشراتو په اړه يې د ۳۵۹م نمبر ځانګړي قانون د تصويب حكم كړى و، د تركيې د راډيو ټلوېزيون ( ټي آر ټي) د ادارې د تاسيس سره سم  د راډيويي نشراتو لمن د پياوړو استونكو آنتنونو په واسطه د تركيې يو شمېر نورو ولايتونو ته هم پراخه شوه.  په ۱۹۷۴م كال كې د ټي آر ټي مركزي او سيمه ايزې راډيوګانې د يو چتر لاندې راټولې شوې او  پدې ډول د ټي آر ټي – ۱، ټي آر ټي – ۲، ټي آرټي – ۳ راډيويي كانالونه په رسمي توګه پرانيستل شول.

د ټي آر ټي ټلوېزيوني آمېښتي نشرات د ۱۹۶۸م كال د جنورۍ د مياشتې په ۳۱مه نېټه په انقره كې د متهت پاشا په سټډيو كې د وخت د نامتو نطاق محمود تالي اونګورن د وينا سره پيل شول. دا نشرات په اونۍ كې ۳ ورځې او په ورځ كې د ۳ ساعتونو لپاره د ټلوېزيون پر پردې خپرېدل. يو كال وروسته په اونۍ كې ۴ ورځې ټلوېزيوني نشرات كېدل. په ۱۹۷۰م كال كې د ايزمير ټلوېزيون او په ۱۹۷۱م كال كې  استانبول ټلوېزيون هم فعال شو.

په ۱۹۶۹م كال كې د فضانوردانو لخوا په سپوږمۍ كې د لومړي قدم شېبې او د نامتو تركي سندرغاړي ذكي مورن كنسرت د ټلوېزيون پر پرده خپور شو. په ۱۹۷۳م كال كې د تركيې د جمهوريت د دويم ولسمشر عصمت اينونو د جنازې مراسم هم د ټلوېزيون پر پرده خپاره شول. د قبرس د سولې  د عملياتو په اړه خبرونه  چې د ۱۹۷۴م كال د جولاى د مياشتې په ۲۰مه نېټه پيل شول، په ټوله تركيه او اروپا كې د ټي آر ټي د نشراتو له لارې خپاره شول. تركيې د لومړي ځل لپاره د يورو وېژن د سندرو په سياليو كې په ۱۹۷۵م كال كې د ټي آر ټي د هلو ځلو په پايله كې ګډون وكړ. په ۱۹۷۸م كال كې د لومړي ځل لپاره داسې كمرې چې  د اوبو لاندې د ويډيو د ثبتولو توان يې درلود د ټي آر ټي لخوا وپېرودل شوې او د `` د اوبو په تل كې تېر تاريخ`` تر نامه لاندې مستند فلم جوړ شو. د ۱۹۷۹م كال د اپرېل د مياشتې په ۲۳مه نېټه د نړۍ د ۵ هېوادونو نه ۱۳۳ تنه ماشومانو او ۳۱ تنو چارواكو د اپريل د ۲۳مې نېټې د ماشومانو په نړيوال فيستيوال كې چې د ټي آر ټي په زيار جوړ شوى و، د لومړي ځل لپاره ګډون وكړ.

په ۱۹۷۴م كال كې ټلوېزيوني نشرات د اونۍ په ۷ ورځو كې خپرېدل او د هېواد د نفوسو ۵۵ سلنې  (۱۹ ميليونه) او د هېواد د خاورې ۲۸ سلنې (۲۱۰۸۶۱ كيلومتره مربع) ته رسېدل. د ټلوېزيوني نشراتو د پيل په ۱۰م كال كې په هېواد كې د پي ټي ټي لخوا د ثبت شوو ټلوېزيونونو شمېره ۲ ميليونه ۲۵۰ زرو دانو ته ورسېدله. د يورو وېژن د ارتباط مركز چې په ژوندۍ بڼه له هېواده بهر د نشراتو د خپرولو وړتيا يې درلودله، په ۱۹۸۲م كال كې جوړ شو. د ۱۹۸۱م كال د دسمبر د مياشتې په ۳۱مه نېټه د لومړي ځل لپاره رنګه ټلوېزيوني نشرات پيل شول.

په ۱۹۸۶م كال كې د ټلوېزيون دويم كانال چې ټي آر ټي – ۲ نومېدلو په نشراتو پيل وكړ. په ۱۹۸۷م كال كې د اېنټل ساټ د سټلايت په مرسته د ټي آر ټي – ۱ او ټي آر ټي – ۲ كانالونو خپرونې په ټوله تركيه كې خپرې شوې.  د ټي آر ټي – ۳ ګاپ  ټي وي نشرات په ۱۹۸۹م كال كې پيل شول. پدې ډول د ټي آر ټي د ټلوېزيوني كانالونو شمېره ۴ ته لوړه شوه. په ۱۹۹۰م كال كې د ټي آر ټي – ۴ كانال او په اروپا كې د تركي كارګرانو لپاره د ټي آر ټي – اېنټ كانالونو هم نشرات پيل كړل. په ۱۹۹۳م ميلادي كال كې د منځنۍ آسيا او قفقاز د سيمې د اوسېدونكو لپاره د ټي آر ټي – يوروېشيا كانال او په ۱۹۹۵م كال كې د تركيې د ملي شورا كانال ټي بي اېم اېم ټي وي په نشراتو پيل وكړ.

په ۱۹۹۸م كال كې په بهر كې د ټي آر ټي لومړنى دفتر د جرمني په پلازمېنه برلين كې پرانيستل شو. تر دې وروسته په ترتيب سره په ۱۹۹۹م كال كې د تركمنستان په پلازمېنه عشق آباد كې، په ۲۰۰۰م كال كې د آذربايجان په پلازمېنه باكو، د مصر په پلازمېنه قاهره او د بلجيم په پلازمېنه بروكسل كې هم دفترونه پرانيستل شول. په ۲۰۰۲م كال كې ۶م دفتر په واشنګټن او په ۲۰۰۴م كال كې د ازبكستان په پلازمېنه تاشكند كې پرانيستل شو.

په ۱۹۹۹م كال كې د ټي آر ټي لخوا د ډيجيتالي نشراتو د ټېكنالوژۍ مركز جوړ اود لومړي ځل لپاره د  www.trt.net.tr پتې سره  زموږ انټرنيټي پاڼه  فعاله شوه.

۲۰۰۳م كال په ټوليزه توګه د تركيې او په ځانګړي توګه د ټي آر ټي لپاره ځانګړى كال و. پدې كال د يورو وېژن د سندرو په سيالو كې د هېواد استازې سرتاب اېرېنر د “Every Way That I Can”  تر عنوان لاندې سندرې سره د لومړي ځل لپاره لومړى مقام وګټلو.

ټي آرټي د نړيوالو نشراتي ارګانونو سره د اړيكو په برخه كې  په ۲۰۰۴م كال كې د آسيا – پاسفيك د نشراتو د ټولنې سره د آسيا وېژن تړون لاسليك كړ.

د ۲۰۰۸م كال د نوامبر د مياشتې په لومړۍ نېټه د ماشومانو لپاره د تركيې لومړني او يواځيني كانال په خپرونو پيل وكړ. د ۲۰۰۹م كال د جنورۍ د مياشتې په لومړۍ نېټه د ټي آر ټي – ۶ كانال هم د لومړي ځل لپاره په كردي ژبه خپرونې پيل كړې. دا كانال په ۲۰۱۵م كال كې د ټي آر ټي – كردي په نامه ونومول شو.

د ۲۰۰۸م كال د نوامبر د مياشتې په ۲۰مه نېټه د www.trtvotworld.com   تر سيوري لاندې د انټرنيټي نشراتو په پيل سره د نړۍ په ۳۷ بېلابېلو ژبو باندې خپرونې پيل شوې. پدې ډول په نړۍ كې د نشراتي ارګانونو په كتار كې يې ۵م مقام خپل كړ.

نن د نړۍ په ۴۱ بېلابېلو ژبو باندې د اړوندې سيمې د تازه خبرونو سربېره سياسي تبصرې او نور معلومات د بې طرفۍ د اصل په نظر كې نيولو سره په ټوله نړۍ كې خپرونې لري.

د ټي آر ټي – آواز ټلوېزيوني كانال چې د بالكان له سيمې نيولې د منځنۍ آسيا، منځني ختيځ او قفقاز په سيمو كې د ۲۷ هېوادونو او ۱۳ خودمختاره سيمو شاوخوا ۲۵۰ ميليونو اوسېدونكو ته نشرات لري، د ۲۰۰۹م كال د مارچ د مياشتې په ۲۱مه نېټه يې خپرونې پيل كړې. دا كانال په تركي، آذربايجانۍ تركي، قزاقي، قېرغيزي، ازبيكي او تركمني ژبو خپرونې لري.

د ټي آر ټي  - ترك ټلوېزيوني كانال د ۲۰۰۹م كال د مې د مياشتې په ۸مه نېټه په تركي ژبه نړيوالې كلتوري او خبري خپرونې پېل كړې. په همدې كال د ټي آر ټي – انادولو كانال هم فعال شو چې د سيمه ايزو او ملي كانالونو نشرات يې په ګډه خپرول. د ټي آر ټي – انادولو كانال په ۲۰۱۲م كال كې د روژې په مياشت كې د ټي آر ټي – ديانت تر نامه لاندې د كانال په توګه په ۲۴ ساعته خپرونو پيل وكړ. د ۲۰۰۹م كال د نوامبر د مياشتې په ۱۶مه نېټه د ټي آر ټي – موزيك كانال په فعاليت پيل وكړ چې د تركي موسيقۍ سربېره يې د نړۍ په بېلابېلو ژبو پخوانۍ او نوې سندرې خپروي.

د ټي آر ټي – بېلګه سل په نامه د مستندو فلمونو كانال چې د ۲۰۰۹م كال د اكتوبر د مياشتې په ۱۷مه نېټه يې په نشراتو پيل وكړ، په انګليسي، جرمني، فرانسوي، روسي او تركي ژبو باندې د تركيې په اړه مستند فلمونه خپروي.

په ۲۰۰۹م كال كې د راډيو – ۶، ټي آر ټي – نغمه، ټي آر ټي – انقره كېنت، ټي آر ټي – توركو او د ټي آر ټي – اروپا اېف اېم راډيويي كانالونو هم په خپرونو پيل وكړ.

ټي آر ټي په اروپا او نړۍ كې د نامتو نشراتي ارګانونو سره نږدې اړيكې لري.  پدې چوكاټ كې يې د ۲۰۱۰م كال د جنورۍ په مياشت كې د اروپا د يورونيوز د نشراتي ارګان سره د همكارۍ د تړون په لاسليكولو سره ددې ارګان مهم شريك بلل كيږي. يورو نيوز په ۲۰۱۰م كال كې په تركي ژبه خپرونې پيل كړې.

د ۲۰۱۰م كال د مارچ د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ټي آر ټي – خبر ټلوېزيوني كانال په نشراتو پيل وكړ. لږ وروسته د همدې كال د اپرېل د مياشتې په څلورمه نېټه د ټي آر ټي – التركيه په نامه يو بل ټلوېزيوني كانال په عربي ژبه نشرات پيل كړل. دا كانال په ۲۰۱۵م كال كې د ټي آر ټي – العربيه په نامه ونومول شو.

د ټي آر ټي – اېچ ډي كانال چې د عالي ټېكنالوژۍ په كارولو سره نشرات لري، تر ډېره بريده سپورټي خپرونې لري او همدا راز مستند او سينمايي فلمونه خپروي.

د ټي آر ټي – سپورټ كانال چې د ۲۰۱۰م كال د اګست په مياشت كې په نشراتو پيل وكړ ټولې ملي او نړيوالې سپورټي سيالۍ په ژوندۍ بڼه خپروي.

د ټي آر ټي – اوكول په نامه تعليمي كانال د ۲۰۱۱م كال د جنورۍ په مياشت ې په فعاليت پيل وكړ. دا ټلوېزيوني كانال د ځانګړو مسلكي او تعليمي پروګرامونو په درلودلو سره د ټېكنالوژۍ او ښوونې په برخه كې نشرات لري.

اوسمهال ټي آر ټي ۱۴ ټلوېزيوني كانالونه، ۱۶ راډيويي كانالونه چې ۵ يې سراسري، ۵ يې سيمه ايز، ۳ يې نړيوال او درې يې ځايي دي، لري. سربېره پر دې د ټي آر ټي د بهرنيو نشراتو د ادارې تر څار لاندې د www.trtvotworld.com وېبپاڼې په چوكاټ كې د نړۍ په ۴۱ ژبو باندې وېبپاڼې لري. ددې ترڅنګ د "Televizyon"``، "TRT Çocuk" او “Radyovizyon” په نامه مجلې هم لري.