په لندن کې یو تن د تورې پر مټ پر خلکو او پولیسو برید کړی دی
د انګلستان په پلازمینه لندن کې یو کس د تورې پر مټ په یوه کور او شاوخوا خلکو باندې د برید له امله د دوو پولیسو په ګډون ۵ تنه ټپیان شوي دي.
د انګلستان په پلازمینه لندن کې یو کس د تورې پر مټ په یوه کور او شاوخوا خلکو باندې د برید له امله د دوو پولیسو په ګډون ۵ تنه ټپیان شوي دي.
د لندن د میټروپولیټین پولیسو د څانګې لخوا د خپور شوي بیان له مخې ، په ځایی وخت د سهار په ۶ بجو او ۵۴ دقیقو ، یو سړی چې توره یې په لاس کې وه د ښار په شمال ختیځ کې د هیناولټ په سیمه کې په یو کور برید وکړ.
دغه کس په کور او شاوخوا خلکو برید وکړ او د خپلې تورې په وسیله یې د دوو پولیسو په ګډون ۵ تنه ټپیان کړل.
بریدګر د پولیسو لخوا نیول شوی دی. ویل کیږي بریدګر ۳۶ کاله عمر لري.
د لندن د پولیسو د څانګې مرستیالې ادې اډیلیکان اعلان وکړ چې د سیمې خلکو ته ګواښ ختم شوی دی.
اډیلیکان وویل چې نور شکمن کسان شتون نلري او دوی دا پیښه د یو ترهګریز برید په توګه ارزوي.
بل خوا د کورنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي په خپل بیان کې پر خلکو غږ کړی چې د پیښې انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې شریک نه کړي.
د لندن ښاروال صادق خان اعلان وکړ چې په سیمه کې به د ګزمو شمیر زیات کړي.