د مکسیکو په جنوب کې د یوه بس د چپه کیدو له امله ۱۸ کسان مړه او ۳۲ نور ټپیان شول.
په مکسیکو کې د ټرافیکې پیښې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې
2133641
د مکسیکو په جنوب کې د یوه بس د چپه کیدو له امله ۱۸ کسان مړه او ۳۲ نور ټپیان شول.
د سیمه ایزو مقاماتو په وینا ، دغه بس چې د سان لوئس دي لا پاز له ښارګوټي څخه روان و، د مکسیکو په ایالت کې د کاپولین – چلما پر لویه لاره چپه شو.
په پیښه کې ۱۸ تنه د پیښې په ځای کې مړه او ۳۲ تنه ټپیان شوي دي. د پيښې نه وروسته ګنشمیر ژغورونکي ډلې سیمې ته واستول شوې.
ټپیان د سیمې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د عیني شاهدانو په وینا، پیښه د بس د بریکونو د خرابوالي له امله رامنځ ته شوې ده.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.