ایمانویل مکرون  لخوا د اروپا لپاره د "اټومي چترۍ" وړاندیز د هغه د هیواد غبرګون راپارولی.

د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون  لخوا د اروپا لپاره د "اټومي چترۍ" وړاندیز د هغه د هیواد غبرګون راپارولی.

2133692
ایمانویل مکرون  لخوا د اروپا لپاره د "اټومي چترۍ" وړاندیز د هغه د هیواد غبرګون راپارولی.

د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون  لخوا د اروپا لپاره د "اټومي چترۍ" وړاندیز د هغه د هیواد غبرګون راپارولی.

د اپوزیسیون سیاستوالو د ولسمشر مکرون څرګندونو ته غبرګون وښود چې ویلي دي  د فرانسې اټومي وسلې "عام اروپا دفاع" لپاره کارول کیدی شي.

مکرون د اونۍ  په پای کې د سیمه ایزو خپرونو ایبرا سره په مرکه کې د اټومي وسلو په شمول د "مشترک اروپا دفاع" مفکورې څرګندونې  د ملي حاکمیت پر ضد بللي دي.

د فرانسې کین اړخي (LFI) ګوند لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې مکرون د فرانسې د اټومي مخنیوي اعتبار ته یو ګوزار ورکړ.

افراطي ښي  اړخو هم د اروپا لپاره د مکرون "اټومي چترۍ" وړاندیز په اړه  غبرګون وښود. د فرانسې متحد ګوند مشرې مارینا لي پن مکرون چې غواړي د فرانسې اټومي وسلې د اروپا سره شریکې کړي په درواغ ویلو تورن کړ.

هغې وویل چې فرانسه په اروپا کې یواځنی هیواد دی چې اټومي وسلې لري.

فرانسې ولسمشر پدې وروستیو  کې ویلي دي چې اروپا باید په خپله قوي دفاعي ځواکونه ولري او د امریکا او ناټو سازمان باندې باید ډیره تکیه ونکړي.



اړوند خبرونه