د هالنډ لومړی وزیر : تورکیه د هالنډ او اروپايي ټولنې لپاره یو ډیر مهم هیواد دی

د هالنډ د موقت حکومت لومړي وزیر مارک روت وویل چې له تورکیې سره ښې اړیکې د هغه  د هیواد او اروپايي ټولنې لپاره مهمې دي.

2129276
د هالنډ لومړی وزیر : تورکیه د هالنډ او اروپايي ټولنې لپاره یو ډیر مهم هیواد دی

د هالنډ د موقت حکومت لومړي وزیر مارک روت وویل چې له تورکیې سره ښې اړیکې د هغه  د هیواد او اروپايي ټولنې لپاره مهمې دي.

مارک روت په خپل ټولنیزه مډيا پاڼه  کې په خپور کړي بیان کې ویلي دي ، تورکیه په سیمه کې  یو جیو پولیټیکل اکټور دی  او د پام وړ نفوذ لري ، د ناټو متحد او په ډېرو بیلابیلو برخو کې شریک دی، لکه له ترهګرۍ سره مبارزه، امنیت، اقلیم، انرژي، اقتصاد او مهاجرت."

روت د دې په بیانولو سره چې د اروپایی اتحادیې په سرمشریزه کې د تورکیې او اروپایی اتحادیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې،  د تورکیې سره ښې اړیکې د اروپایی ټولنې او هالنډ لپاره مهمې دی.



اړوند خبرونه