ګوتریش : د امریکا په پوهنتونونو کې روان وضعیت باید په هوښیارۍ سره اداره شي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د امریکا په متحده ایالتونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ د مظاهرو په اړه ویلي دي" په پوهنتونونو کې له روان وضعیت سره باید په ډیرې هوښیارۍ سره چلند وشي."
2134060
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د امریکا په متحده ایالتونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ د مظاهرو په اړه ویلي دي" په پوهنتونونو کې له روان وضعیت سره باید په ډیرې هوښیارۍ سره چلند وشي."
ګوټریش په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې د رسنیو د غړو پوښتنې ځواب کړې.
ګوټریش د امریکا په پوهنتونونو کې د فلسطین په ملاتړ لاریونونو باندې د پولیسو د بریدونو په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل، "دا اړینه ده چې د بیان ازادۍ او د سوله ایزو مظاهرو حق تضمین شي."
له بلې خوا ګوترش ویلي چې کرکه او نفرت د منلو وړ نه دی.
ګوتریش د دې په یادولو سره چې هغه د حکومت تجربه لري ، "پوهنتونونه باید په هوښیارۍ عمل وکړي او وضعیت په ډیره ښه توګه اداره کړي."