د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هغه قانون تصویب کړ چې د پوځي سفربرۍ لپاره شرایط سختوي.
د اوکراین د پارلمان په ویب پاڼه کې د خپور شوي خبر له مخې ، زیلینسکي د سفربرۍ، عسکرۍ د جلب او جذب او د پوځي خدماتو په اړه د ځینو موضوعاتو د اصلاحاتو او نوې سفربرۍ په اړه قانون توشیع کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هغه قانون تصویب کړ چې د پوځي سفربرۍ لپاره شرایط سختوي.
د اوکراین د پارلمان په ویب پاڼه کې د خپور شوي خبر له مخې ، زیلینسکي د سفربرۍ، عسکرۍ د جلب او جذب او د پوځي خدماتو په اړه د ځینو موضوعاتو د اصلاحاتو او نوې سفربرۍ په اړه قانون توشیح کړ.
قانون به په رسمي جریده کې د خپریدو څخه یوه میاشت وروسته نافذ شي.
د اوکراین پارلمان د اپریل په ۱۱مه هغه لایحه تصویب کړه چې د پوځي سفربرۍ لپاره شرایط سختوي.
د قانون له مخې، د سفربرۍ په جریان کې، د ۱۸ او ۶۰ کلونو تر منځ نارینه باید هر وخت د پوځي راجستریشن سند ولري، د پوځ د یو دفتر او یا پولیسو د غوښتنې په ځواب کې باید خپل دا سند ښکاره کړي.
همداشان په سرحدي نقطو کې د سرحدي پولیسو د غوښتنې په صورت کې مکلف دی چې د عسکرۍ د راجستریشن سند ښکاره کړي.
برسیره پر دې، هغه کسان چې بهر کې میشت دي او د نظامي راجستریشن اسناد ونه لري نشي کولې چې نوی پاسپورت ترلاسه کړي.
د نوموړي قانون د نافذیدو نه وروسته د ۶۰ ورځو پورې واجد د شرایط ټول کسان مکلف دي چې خپل اقامت ادرسونه، د ارتباطاتو شمیرې او عسکرۍ د راجستریشن اسناد نوي کړي.
همداشان د ۱۸ او ۶۰ کلونو عمر ترمنځه کسان چې پوځي مکلفیت لري د عسکرۍ د راجستریشن د اسنادو د ترلاسه کولو نه وروسته کولی شي په بهر کې د اوکراین د قونسلګریو نه خدمات ترلاسه کړي. هر هغه څوک چې د عسکرۍ د راجستریشن اسناد ونلري نشي کولې چې په بهر کې هم د اوکراین په سفارتخانو کې د قونسلي چارو نه برښمند شي.