زیلینسکي : د ناټو متحدین په اوکراین د روسیې د نویو بریدونو مخه باید ونیسي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، د روسیې پوځ د نویو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي او باید له خپلو متحدینو سره په ګډه دغه بریدونه شنډ کړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، د روسیې پوځ د نویو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي او باید له خپلو متحدینو سره په ګډه دغه بریدونه شنډ کړي.
ولادیمیر زیلینسکي د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره چې د اوکراین پلازمینې کیف ته تللی و، لیدنه وکړه.
زیلینسکي د ستولتنبرګ سره د لیدنې نه وروسته ګډې خبري غونډې ته په خپله وینا کې وویل، مونږ له خپلو ټولو متحدینو په ځانګړې توګه د امریکا څخه د وسلو د انتقال د ګړندي کولو تمه لرو.
زیلینسکي د دې په ټینګار سره چې د روسیې اردو له اوسني وضعیت څخه ګټه پورته کوي، وویل، "له دې امله، چټک لیږد په لومړۍ کرښه کې د ثبات د تضمین په معنی دی."
زیلینسکي وویل په ځانګړې توګه "۱۵۵ کیلیبر توپخانې، اوږد واټن ویشتونکي وسلې او هوايي مدافع سیستمونه، په ځانګړې توګه د پیټریوټ سیسټمونه. دا هغه څه دي چې زموږ ملګري یې لري او اوس باید په اوکراین کې د روسیې د تروریستي اهدافو د له منځه وړلو لپاره وکارول شي. د روسیې پوځ د نویو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي. زیلینسکي وویل، متحدین باید د روسیې بریدونه شنډ کړو.
ولادیمیر زیلینسکي دې ته په اشارې سره چې د اوکراین پوځ ته په خپل وخت د وسلو د رسولو په اړه کوم مثبت پرمختګ ونه ویني . دا پروسه باید ګړندۍ شي.
زیلینسکي د جولای په میاشت کې په واشنګټن کې جوړیدونکي د ناټو سرمشریزې ته په اشارې سره وویل "دا سرمشریزه کیدای شي د اتحاد لپاره د پیاوړتیا یوه شیبه وي یا نوي. هلته به پریکړه وشي چې ایا د اتحاد کوم دښمن کولی شي د ناټو پیاوړتیا ویټو کړي. دا پریکړه د اوکراین په اړه کیږي چې د ناټو د غړیتوب بلنه باید ورته وشي. ځکه چې اوکراین د دې مستحق دی."