د ملګروملتونو د امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه کوي.
فلسطین یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه
د ملګروملتونو د امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه کوي.
په ملګرو ملتونو کې د فلسطین دایمي استازي په خپل ټولنیزې میډیا پاڼې له لارې په خپور کړي یوه پیغام کې ویلي چې د پریکړه لیک مسوده د الجزایر لخوا د عربي ډلې په استازیتوب چمتو شوې وه.
د پریکړه لیک په متن کې د ملګروملتونو عمومي اسمبلې ته وړاندیز شوی چې فلسطین ته دې د ملګرو ملتونو سازمان بشپړ غړیتوب ورکړ شي.
تمه کیږي چې د اپریل په ۱۸ نیټه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د وزیرانو په کچه په غونډه کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه وشي.
خو امریکا ادارې وار د مخه ددې مسودې د ویټو سیګنال ورکړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي مرستیال رابرټ ووډ ویلي، چې په دې اړه د امریکا دریځ نه دی بدل شوی او زیاته کړې ده ، "موږ فکر کوو چې د فلسطين د بشپړ غړيتوب موضوع يوه داسې مسله ده چې بايد د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ خبرې پرې وشي."
د مسودې د تصویب لپاره، د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۵غړو د ۵ دایمي غړیو رایه حتمي دي. همداشان د ۱۵ غړیو نه لږ تر لږه د ۹ غړیو رایو ته اړتیا ده.
که د امنیت شورا مثبته پریکړه وکړي، موضوع د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته راجع کیږي. د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو په عمومي غونډه کې د غړیتوب د تصویب لپاره باید دوه پر درېیمه رایې ترلاسه شي.
فلسطین په ۲۰۱۱ کال کې په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب غوښتنه کړې وه، خو دغه غوښتنلیک د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې لازم ملاتړ ترلاسه نه کړ. فلسطین په ۲۰۱۲ کال کې د «څارونکي حیثیت» ترلاسه کړ.
په ملګرو ملتونو کې د فلسطین دایمي استازي ریاض منصور د اپریل په دویمه په خپل بیان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته یو لیک استولی او غوښتنه یې کړې چې د غړیتوب پر غوښتنلیکونو دې له سره غور وشي.
ګوټریش د اپریل په دریمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک هم ولیکه او د فلسطین غوښتنه یې په اجنډا کې واچوله.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اپریل په اتمه د فلسطین غوښتنه "د نویو غړو د داخلیدو کمیټې" ته واستوله.
کمیټې چې ټاکل شوې وه د غړیتوب په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ځواب ورکړي، اعلان وکړ چې د دوو غونډو وروسته کومې موافقې ته ندي رسیدلي.