زیلینسکي : نړۍ لکه څرنګه جې د اسرائیل نه دفاع وکړه د اوکراین نه هم دفاع او ساتنه کولی شي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې د اسرائیلو د متحدینو د بریالۍ ګډو هڅو په پایله کې ایران ارام شوی او د اسرائیلو د بنسټیزو تاسیساتو د ویجاړولو فرصت ندی ورکړ شوی .
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې د اسرائیلو د متحدینو د بریالۍ ګډو هڅو په پایله کې ایران ارام شوی او د اسرائیلو د بنسټیزو تاسیساتو د ویجاړولو فرصت ندی ورکړ شوی .
زیلینسکي په خپل ټیلیګرام پاڼه کې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې "د متحدینو پرېکنده عمل د تروریزم د بریالیتوب او د زیربناوو د ویجاړولو مخه ونیوله، بریدګر یې آرام کړل. هغه لیکلي دي « د همدې ډول کار سره کیدای شي چې اوکراین له تروریزم څخه وژغورل شي.
زیلینسکي وویل چې لویدیځ هیوادونه کولی شي د اوکراین ساتنه دفاع وکړي لکه څنګه چې دوی اسرائیل د ایران له برید څخه ژغورلی دی. د اوکراین مشر دا هم وویل چې "د اوکراین نه د دفاع په خاطر د ناټو د پنځمې مادې څخه کار اخیستل اړین ندي، د هیوادونو د ساتنې لپاره د سیاسي ارادې ښودل کافي دي".
ولسمشر وویل چې اوکراین، د اسرائیل په څیر، د ناټو غړی نه دی او د اوکراین د ملګرو څخه مننه وکړه چې په دې پوهیدلي او په چټکۍ سره یې د هوایي ډال د پیاوړتیا غوښتنې ته ځواب ووایه.
زیلینسکي وویل چې "د اسرائیلو په دفاع سره، آزادې نړۍ وښوده چې دا ډول پیوستون نه یوازې ممکن دی، بلکې خورا اغیزمن هم دی."