د استرالیا په سیډني ښار کې په یوې کلیسا کې د چړې په برید کې ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د ۹ نیوز د خبر له مخې د سیډني په کریسټ دی ګډ شیفرډ کلیسا کې د چړې برید شوی.
2127918
د استرالیا په سیډني ښار کې په یوې کلیسا کې د چړې په برید کې ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د ۹ نیوز د خبر له مخې د سیډني په کریسټ دی ګډ شیفرډ کلیسا کې د چړې برید شوی.
د چړې په برید کې چې په کلیسا کې د دیني مراسمو په حال شوی دی، پادری او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې د کلیسا دیني مراسم چې په ژوندۍ بڼه خپریدل هغه شیبې چې بریدګر په پادري او نورو کسانو د چړې برید وکړ ټولو په ژوندۍ بڼه ولیدل.
د برید کوونکي د هویت او د برید د انګیزې په اړه څه ندي ویلي.
د یادولو وړ ده چې یواځې درې ورځې مخکې په سیډني په یو سوداګریز مرکز یو تن د چړې په برید کې لږ تر لږه ۶ تنه ووژل.
دا په تیره یوه اونۍ کې په سیډني کې دویمه پيښه ده چې رامنځته کیږي.