اسرائیلو پوځ د غزې په سویل کې د رفح ښار د بعضو کلیو په نیولو پيل کړی دی

د اسرائیلو پوځ د غزې په سویل کې د رفح د ښار چیرې چې نږدې یو نیم میلیونه تنه بې ځایه شوو فلسطینیانو پناه وړې د بعضو کلیو د تخلیې د چارو د پيلولو نه خبر ورکړی دی.

2135713
اسرائیلو پوځ د غزې په سویل کې د رفح ښار د بعضو کلیو په نیولو پيل کړی دی

د اسرائیلو پوځ د غزې په سویل کې د رفح د ښار چیرې چې نږدې یو نیم میلیونه تنه بې ځایه شوو فلسطینیانو پناه وړې د بعضو کلیو د تخلیې د چارو د پيلولو نه خبر ورکړی دی.

د اسرائیلو د دولتي ټلویزیون KAN په خبر کې ویل شوي چې پوځ د رفح په ختیځ کې د اسرائیلو پولې ته څیرمه د ګڼو سیمو په نیولو پیل کړی دی.

ټایمز آف اسرائیل راپور ورکړی چې پوځ د رفح پولې ختیځ ته په ګاونډ کې میشتو فلسطینیانو ته ویلي چې د  المواسي او خان ​​یونس کې جوړو شوو "بشري سیمو ته لاړ شي".

د اسرائیلو د دفاع وزیر یوف ګالانت هم ویلي چې دوی به ډېر ژر د رفح ښار ونیسي.

د یدیعوت اخرونوټ ورځپاڼې د خبر له مخې، ګالنټ دا څرګندونې د اسرائیلو د پوځ تر کنټرول لاندې د نتظارم په دهلیز کې د خپلو سرتیرو د کتنې پر مهال وکړې.

ګالنټ په خپلو خبرو کې وویل "موږ د اندیښنې وړ نښې لیدلي چې حماس د بندیانو د تبادلې په اړه کومې موافقې ته د رسیدو اراده نه لري. دا په دې معنی ده چې ډیر ژر به په رفح او د غزې په نورو برخو کې قوي پوځي عملیات پیل شي."

د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلو د پرله پسې بریدونو له امله د غزې په تړانګه کې ۱.۹ میلیونه وګړي چې شاوخوا ۲،۳ میلیونه نفوس لري، بې ځایه شوي دي. ډیری دغو فلسطینیانو د رفح په ښار کې پناه اخیستې، چې اسرائیل مخکې د "خوندي زون" په توګه اعلان کړې وه.

د رفح ښار چې د غزې د تړانګې په لوېدیځ کې د مصر پولې ته څیرمه پروت دی، د اسرائیلو له بریدونو مخکې ۲۸۰ زره تنه  نفوس درلود  چې  اوس پنځه برابره زیات شوي چې شاوخوا ۱،۵ میلیونو تنو ته رسیدلي دي.

ډیری فلسطینیان چې د اسرائیلو له بریدونو څخه تښتیدلي او په رفح کې یې پناه اخیستې ، چیرې چې کافي استوګنځی او کافي زیربناوې شتون نلري ، په لنډمهاله خیمو کې په کمپونو کې د ژوند کولو لپاره مبارزه کوي.

په داسې حال کې چې داسې اندېښنې موجودې وې چې که اسرائیلي پوځ په رفح باندې ځمکني برید پیل کړي، په غزې تړانګه کې به ملکي وګړي سرپناه ونه لري، د نړیوالې ټولنې له خبرداریو سره سره، اسرائیلي چارواکو د رفح د نیولو ګواښ ته دوام ورکوي.

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږ تر لږه ۱۴ زره ۹۴۴ ماشومانو او ۹ زره ۸۴۹ ښځو په ګډون ۳۴ زره ۶۸۳ فلسطینیان وژل شوي او ۷۸ زره ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې ویل کیږي لا هم تر خاورو لاندې زرګونه مړي پراته دي، د روغتونونو او تعلیمي موسسو په نښه کولو سره ملکي بنسټونه هم ویجاړ شوي چې خلکو پکې پناه اخیستې ده.


پيوندونه: #عملیات , #رفح , #اسرائیل

اړوند خبرونه