د اسرائیلو د جګړې په کابینه کې د غزې د جګړې له امله جدي اختلافات رامنځته شوي دي.

د اسرائیلو د جګړې د کابینې غړي بیني ګانټز غزې په تړانګه کې د روانې جګړې په خاطر د جګړې کابینې  نه د جون د ۶ مې نیټې پورې د یو شپږ ماده ایز پلان جوړولو غوښتنه وکړه او ګواښ يي وکړ چې  د پلان د نه جوړیدو په صورت کې  به د ملي یووالي ګوند له حکومت څخه ووځي.

2141205

په اسرائیل کې ، د جګړې د کابینې غړي بیني ګانټز د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه د جګړې وروسته پلان غوښتنه وکړه. هغه د نتنیاهو څخه وغوښتل چې د توافق شوي پلان ته صادق پاتې شي ، پشمول د حماس سره له جګړې وروسته به څوک په سیمه واکمن شي . ګانټز د جګړې کابینې څخه وغوښتل چې د جون تر ۸ پورې ۶ ماده يي  پلان رامینځته کړي.

هغه خبرداری ورکړ چې "یو کوچنی اقلیت اسرائیل د ناڅرګندیا پر لورې بیايي"

ګانټز وویل چې هغه به د محافظه کار لومړي وزیر نتانیاهو له پراخ شوي اضطراري حکومت څخه خپل ملي یووالي ګوند وباسي که چیرې د هغه هیلې پوره نه شي. په یوه ګانټز خبري کنفرانس کې د وینا پرمهال ، وویل  "شخصي او سیاسي افکارو د اسرائیلو د ملي امنیت ترټولو سپیڅلي نقطو ته نفوذ کړی دی. هغه وویل: "یو کوچني اقلیت د اسرائیل د ناڅرګندتیا پر لورې روان دی.."

ګانټز وویل چې هغه شپږ ماده يي پلان چې هغه وړاندیز کړی د غزې لپاره د امریکا - اروپا - عرب - فلسطین موقتي ملکي ادارې سیسټم غوښتنه کوي.

اړوند خبرونه