د بحرین په پلازمینه المنامه کې جوړه شوې د عرب لیګ ۳۳مه سرمشریزه پای ته ورسیده.
د بحرین پاچا حمد بن عیسی الخلیفه د عربي ټولنې له عمومي منشي احمد ابو الغیط سره په یوه خبري کنفرانس کې خبرې وکړې.
د بحرین په پلازمینه المنامه کې جوړه شوې د عرب لیګ ۳۳مه سرمشریزه پای ته ورسیده.
د بحرین پاچا حمد بن عیسی الخلیفه د عربي ټولنې له عمومي منشي احمد ابو الغیط سره په یوه خبري کنفرانس کې خبرې وکړې.
ال خلیفه وویل چې عراق به د راتلونکې سرمشریزې کوربه وي چې په ۲۰۲۵ کې پلان شوې ده.
ابو الغیط له سرمشریزې وروسته خپره شوې وروستۍ اعلامیه کې مهم ټکي په ګوته کړل.
د عرب لیګ سرمنشي په دې اعلامیه کې په غزه کې د بیړني اوربند او په منځني ختیځ کې د سولې د نړیوال کنفرانس د جوړیدو غوښتنه کړې چې د خپلواکه فلسطیني دولت د رامنځ ته کیدو حقیقت به بیان کړي.
په اعلامیه کې راغلي دي چې مشرانو د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو دوامداره وحشیانه بریدونه، د فلسطین د ملکي وګړو په وړاندې ترسره شوي جنایتونه او د اسرائیلو لخوا د نړیوالو قوانینو او نړیوالو بشردوستانه قوانینو نه بې ساري سرغړونې په کلکه وغندلې.
مشرانو همداراز په غزه کې د ملکي خلکو او ملکي تاسیساتو په نښه کولو، لوږه او محاصره د وسلو په توګه په کارولو، او د جبري بې ځایه کولو هڅې او همدارنګه د لسګونو زرو بې ګناه فلسطینیانو په وژلو او ټپي کولو هم نیوکه وکړه.
مشرانو د اسرائیلو لخوا د رفح تر سرحدي سیمو د خپلو بریدونو د لمنو د خپرولو چې د نږدې یو نیم میلیون بې ځایه شوو فلسطینیانو کوربه توب کوي غندنه وکړه او د اسرائیلو لخوا د رفح سرحدي سیمې اشغال چې سیمې ته د بشري مرستو د رسولو پر وړاندې د خنډ لامل شوی دی په کلکو ټکو وغندل. مشرانو ویلي دي چې په رفح ښار د اسرائیلو برید به د ستر بشري ناورین او تراژیدۍ لامل شي.
مشرانو د دوه دولتونو د حل لارې تر عملي کیدو پورې په اشغال شوي فلسطیني سیمو کې د ملګرو ملتونو د موقتي کاري ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه ټینګار وکړ . مشرانو وویل چې د دوو دولتونو د حل لارې د عملي کولو لپاره د واضح اقداماتو مسوولیت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پورې اړه لري. د همدې امله په ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب باید منل شي.
مشرانو دې ته اشاره وکړه چې د سیاسي پروسې لپاره باید یو مهال ویش وټاکل شي او د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو لپاره باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک صادر شي.