حماس په رفح ښار کې د ۱۵ تنو اسرائیلي سرتیرو د وژلو نه خبر ورکړ
په غزه کې د حماس پوځي څانګې عزالدین القسام ځواکونو په رفح کې د ۱۵ تنو اسرائیلي سرتیرو د وژلو نه خبر ورکړی دی.
2141186
په غزه کې د حماس پوځي څانګې عزالدین القسام ځواکونو په رفح کې د ۱۵ تنو اسرائیلي سرتیرو د وژلو نه خبر ورکړی دی.
د حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام ځواکونو لخوا د خپور شوي بیان له مخې ، د حماس ځواکونو په رفح کې په هغه ودانۍ چې اسرائیلي سرتیري پکې ځای په ځای شوي وو، برید کړی دی.
په بیان کې راغلي دي چې په ودانۍ د برید نه وروسته نښته رامنځته شوه او د برید او نښتې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه اسرائیلي سرتیري ووژل شول.
همداشان په بیان کې د اسرائیلي ځواکونو د ۴ زغروال ټانکونو د لمنځه وړو نه هم خبر ورکړ شوی دی.
په بیان کې راغلي دي چې اسرائیلي ټانکونه د ( یاسین – ۱۰۵ ـ ) راکټونو پر مټ له منځه وړل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ بیا تر اوسه پورې د حماس ددې ادعاء په اړه څه ندي ویلي.