په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د ځاني تلفاتو شمیره ۳۵ زره او ۳۰۰ تنو نه لوړه شوه

د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې تړانګې د اسرائیلي پوځیانو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۳۵ زره ۳۰۳ تنو ته لوړه شوه. د ویلو ده چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې ۳۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

2140905

په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د هغو بریدونو په اړه معلومات ورکړل شوي چې اسرائیلو له ۲۲۴ ورځو راهیسې پر غزې تړانګې روان دي.

د ویلو ده چې  د اسرائیلو پوځ  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  د غزې په ۴ سیمو  د بریدونو په پایله کې   ۳۱ تنو فلسطینیانو ژوند د لاسه ورکړی او ۵۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهيسې پر غزې د اسرائيلو په بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمیر ۳۵ زره ۳۰۳ او د ټپيانو شمیر ۷۹ زره ۲۶۱ ته لوړ شوی دی.

ملګرو ملتونو سازمان اعلان کړی، چې په تیرو لسو ورځو کې د غزې په تراړه کې  د اسرائیلو د بریدونو له امله څه باندې ۷۰۰ زره فلسطینیان په زوره بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د فلسطین د دفتر په X ټولنیزه میډیا کې په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د غزې په جنوب کې ۶۰۰ زره فلسطینیان او په شمال کې تر ۱۰۰ زرو زیات فلسطینیان چې ماشومان، بوډاګان او معیوب کسان پکې شامل دي، په زور سره کډوالۍ ته  شوي دي.

په بیان کې ویل شوي، "اسرائیلي ځواکونه باید د بې ځایه شویو په خطر کې اچول ودروي او د امکان په صورت کې د دوی لومړني اړتیاوې پوره کړي، او سیمې ته  د بشري مرستو او د ژوند نورو اړتیاوو ننوتلو او ویشلو اسانتیاوې برابرې کړي."

پيوندونه: #مرګ ژوبله , #غزه

اړوند خبرونه