اسرائیلو پر ایران ځوابي برید وکړ

اسرائیلو پر ایران ځوابي بریدونه پيل کړل

2129523
اسرائیلو پر ایران ځوابي برید وکړ

اسرائیلو پر ایران ځوابي برید وکړ

امریکايي رسنیو اعلان وکړ چې اسرائیلو پر ایران د غچ اخیستنې برید کړی. ایراني رسنیو اعلان کړی، چې د اصفهان ښار هوايي ډګر ته څېرمه د لویو چاودنو غږونه اورېدل شوي او د هوايي دفاع سیستم فعال شوی دی. سربیره پردې، په ایران کې ټولې الوتنې ځنډول شوي‌ دي. تر اوسه د دواړو هېوادونو له خوا په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي شوې.

له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې اعلان وکړ چې اسرائیلو د ایران دننه ځینې نقطې په توغندیو ویشتي دي.

نه یوازې په ایران بلکې په سوریه او عراق کې هم ځینې ​​نقطې په نښه شوي.

امریکا ویلي‌ دي‌ چې  اسرائیل په ایران د برید نه مخکې دوې ته خبر ورکړ .

دا په داسې حال کې ده چې پرون د امریکا او اسرائیلو ترمنځ د رفح عملیاتو په غونډه کې اسرائیلو امریکا ته خبرداری ورکړ چې په ۲۴ یا ۴۸ ساعتونو کې به پر ایران برید وکړي.

ایراني رسنیو اعلان کړی چې د اصفهان ولایت په شمال ختیځ کې چې د ایران د هوايي ځواکونو  مرکز ته نږدې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

خبري سرچینو خبر ورکړی، چې په اصفهان ولایت کې د یوې نسبتا زورورې چاودنې غږ اوریدل شوی. د دې غږ سرچینه لا نه ده په ډاګه شوې."

د فارس نیمه رسمي خبري اژانس د سیمه ییزو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د اصفهان په شمال ختیځ کې د کهجوارستان په ښار کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

فارس د دې خبرې په کولو سره چې د دغو غږونو علت لا نه دی معلوم شوی، ویلي دي چې د کیهجوارستان ښار د اصفهان هوايي ډګر او د پوځ د هوايي ځواکونو اتمې اډې ته نږدې موقعیت لري.

دا لا څرګنده نه ده چې د ایران په نورو ښارونو کې هم بریدونه شوي که نه.

اسرائیلو د اپریل په لومړۍ نیټه په دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ پر ودانۍ هوايي برید وکړ. په دغه برید کې د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو د دوو تنو جنرالانو په ګډون  ۷ تنه  ووژل شول.

ایران اعلان کړی چې د اسرائیلو لخوا ددوې  پر کونسلګرۍ برید د ایران  پر خاوره برید دی او دوی به یې غچ واخلي. اسرائیلو ویلي وو چې د ایران د برید ځواب به ورکړي.

ایران د اپریل په دیارلسمه په سلگونو کامیکازي  بې پیلوټه الوتکو، بالستیک او کروز توغندیو سره پر اسرائیلو برید وکړ.

ایران اعلان وکړ چې ځینې هدفونه یې په نښه کړي، او اسرائیل اعلان وکړ چې د هوایی مدافعې سیسټمونو په واسطه د ډیرو بریدونو مخه نیول شوې، مګر یو توغندی په جنوب کې پر یوې پوځي اډې لګیدلی.

د اسراییلو مطبوعاتو ادعا وکړه چې د تل ابیب ادارې پریکړه کړې چې د ایران هوایی برید ته "په واضح او مؤثر ډول" ځواب ورکړي.

له بلې خوا، ایران اعلان وکړ چې دوی به د اسرائیل لخوا احتمالي برید ته "چټک"، "قوي" او "ډیر هراړخیز" ځواب ورکړي.



اړوند خبرونه