د اسرائیلو پوځ په غزه کې د جګړې د دوام پلان تصویب کړ
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د پوځ لوی درستیز هرزي حلوي په غزه کې د جګړې د دوام پلان تصویب کړی دی.
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د پوځ لوی درستیز هرزي حلوي په غزه کې د جګړې د دوام پلان تصویب کړی دی.
د اسرائیلو پوځ د ټولنیزې رسنۍ له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي شوي چې حلوي په غزې تړانګه کې د جګړې د دوام پلان د اسرائيلو د جنوبي سيمې له قوماندان تورن جنرال يارون فنکلمن او ځينو قوماندانانو سره له کتنو وروسته تصويب کړ.
د اسرائیلو د «واللا» ویب پاڼې په خبر کې ویل شوي چې د پوځ لوی درستیز د خبرو پر مهال د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح د نیولو عملیاتي پلان تصویب کړ.
د اسرائيلو افراطي د ماليې وزير بيزليل سموتريش پرون وويل، د بنيامين نتنياهو په مشرۍ حکومت تر هغو د شتون حق نه لري چې رفح باندې بريد ونکړي.
ویل شوي چې د اسرائیلو حکومت مصري لوري ته دا پیغام ورکړی چې له حماس سره د بندیانو د تبادلې په خبرو کې "یو وروستی چانس" ورکولو ته چمتو دی، خو که کوم پرمختګ ونه شو نو پر رفح به ځمکني برید وکړي.
اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.