د حماس پوځي څانګې د لبنان له سویل څخه پر اسرائیلو راکټي بریدونه کړي
د حماس پوځي څانګې، عزالدین القسام ځواکونو د لبنان له سویل د اسرائیلو پر یوې پوځي هډې لسګونه راکټي بریدونه وکړ.
د حماس پوځي څانګې، عزالدین القسام ځواکونو د لبنان له سویل د اسرائیلو پر یوې پوځي هډې لسګونه راکټي بریدونه وکړ.
د القسام ځواکونه چې د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو سره د پولې په اوږدو کې ځای په ځای دي د اسرائيلو پر پوځي هډې د بريد نه خبر ورکړی دی.
په بیان کې یادونه شوې چې د غزې په تړانګه او لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو له خوا د ترسره شوي قتل عام په ځواب کې د دغه هیواد ۷۹۶ ختیځ لوا چې د سیبور کمپ په نامه یادېږي، په لسګونو راکټونو سره په نښه کړې ده. "
د اسرائیلو پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي، چې له لبنان څخه شل راکټونه توغول شوي، چې ډېر یې د هوايي دفاعي سیستم له خوا شنډ شوي او ځینې یې په تش ځمکو کې لګیدلي دي.
ويل کيږي چې په دې بريدکې چاته ځاني اومالي زيان نه دى اوښتى .
اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.