حوثیانو په عدن خلیج کې د اسرائیلو اړوند د یوې کښتۍ د ویشتو نه خبر ورکړی دی.
د حوثي یاغیانو د پوځ ویاند یحیی سری په خپله ټلویزیوني وینا کې وویل چې دوی د عدن په خلیج کې د اسرائیلو اړوند یوه کښتۍ MSC ډاروین د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو سره په نښه کړې او هدف په ډیره ښه توګه ویشتل شوی دی.

سیری وویل چې دوی د اسرائیل په سویل کې د ایلات په ساحلي ښار کې په اهدافو د توغندیو بریدونه هم کړي دي.
سیري په دې خبرې سره چې حوثي ځواکونه په سور سمندرګي، عمان بحر او د هند په بحر کې د اسرائیلو او له دغه هیواد سره د اړیکو لرونکو هیوادونو د تګ راتګ مخه نیسي، «موږ په اشغال شوي فلسطین کې د اسرائیلي دښمنانو پر ضد لا زیاتو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوو. د فلسطین له خلکو سره زموږ د ملاتړ عملیات، اسرائیل "دا به تر هغه نه ودریږي تر څو چې د غزې د تړانګې د محاصرې او د تیریو مخه ونه نیول شي."
حوثي یاغیانو چې د ایران ملاتړ تر شا لري، د اکتوبر له ۳۱مې راهیسې د یمن په سواحلو کې سوداګریزې کښتۍ چې د دوی په وینا له اسرائیلي شرکتونو سره تړلې دي، نیسي او پرې د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کوي.
د حوثیانو د کړنو په تعقیب، ډیری بار وړونکو شرکتونو سور سمندر کې خپل فعالیتونه درولي دي.