حوثیانو په یمن کې د امریکا یوه پرمختللې بې پیلوټه الوتکه وویشتله

په یمن کې حوثیان پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې، د سور سمندرګي په سیمه کې د اسرائیلو ، امریکا او برتانیا او د هغوې د متحدینو پر کښتیو  او هدفونو بریدونو  ته دوام ورکوي.

2133134

 حوثیانو د هغه شیبو ویدیو  خپره کړه کله چې د امریکا  بې پیلوټه الوتکه وویشتل شوه. د حوثيانو لخوا د خپور شوي‌  بیان له مخې دغه بې پیلوټه الوتکه چې ۳۰ میلیونه ډالره قیمت لري ، د یمن په فضا کې الوتنه کوله.

"د یمن د وسله والو ځواکونو د هوايي دفاع واحد د صعده سیمې په هوايي حریم کې د امریکا یوه MQ9 الوتکه  تثبت او وروسته په نښه کړه."

د یمن حوثيانو اعلان کړی چې د یمن په شمال کې د صعده په ښار کې د MQ9 ریپر بې پیلوټه الوتکې ویشتلې او نسکوره کړې ده .

حوثیانو، چې د برید انځورونه یې خپاره کړي، د چاودنې د شیبو انځورونه هم شریک کړي دي. حوثیانو اعلان وکړ چې د دوی دا امریکايي بې پيلوټه الوتکه  د ځمکې څخه هوا ته د توغندي په واسطه ویشتې ده. د امریکا هوايي ځواک هم دغه برید تایید کړی دی.

د امریکا په رسنیو  کې په خبرونو کې ویل شوي چې حوثیانو  د ۲۰۱۷ کال راهیسې  لږ تر لږه پنځه  د امریکا بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي‌ دي.

د ویلو ده چې د امریکا ام کیو ۹ بې پيلوټه الوتکه چې ۳۰ میلیونه ډالره ارزښت لري  ۱۵ کیلومتره ارتفاع او ۲۴ ساعته په هوا کې د پاتې کیدو ظرفیت لري.  

پيوندونه: #امریکا , #حوثیان

اړوند خبرونه