حماس غورځنګ ددوې په اړه د ولسمشر اردوغان د ځرګندونو ستاینه وکړه

د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس ویلي چې د دوی په اړه د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ستاینې وړ الفاظو باندې افتخار کوي.

2129154
حماس غورځنګ ددوې په اړه د ولسمشر اردوغان د ځرګندونو ستاینه وکړه

د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس ویلي چې د دوی په اړه د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ستاینې وړ الفاظو باندې افتخار کوي.

حماس د ولسمشر اردوغان لخوا پرون د تورکیې په ملي شورا کې خپل ګوند غونډې ته د اونیزې وینا نه وروسته بیان خپور کړ.

حماس په خپور کړي بیان کې  د ولسمشر اردوغان هغه څرګندونو ته په اشارې سره چې  ویلي دي د حماس غورځنګ په تورکیه کې د خپلواکۍ د جګړې پر مهال د قوای ملي غورځنګ په څیر دی. هغه هم ازایخوا او د خپلې خپلواکۍ لپاره يي مبارزه کوله او حماس هم  د خپلې خپلواکۍ لپاره مبارزه او مجادله کوي ، دا زمونږ لپاره د افتخار او ویاړ ځای دی.

حماس په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ،

د ولسمشر اردوغان زړورې څرګندونې او ویاړمن دریځونه د تورکیې د ورور ملت تاریخي او بې ساري دریځ څرګندونه کوي. "زموږ خلک به دا څرګندونې د غزې په تړانګه کې زموږ د خلکو په وړاندې د خپل دریځ ، د خپلې خاورې د ازادۍ ، د بې ځایه شوو کسانو بیرته د خپلې خاورې ته د راستنیدو ، د بیت المقدس د پلازمینې سره د یو خپلواک فلسطیني دولت د تاسیس په برخه کې د پوره ملاتړ او د دوی د مبارزې په برخه کې د زړور غږ په توګه تل په خپله حافظه کې ژوندۍ  وساتي."

اردوغان د خپل ګوند په غونډه كې وويل: "حماس په حقيقت كې هغه څه دي چې  قوی ملي په توركيه كې د استقلال د جګړې پر مهال وو. بې له شکه زموږ دا څرګندونې به هم  يو يوه بيه لري."



اړوند خبرونه