حماس د اسرائیلو سره د مذاکراتو په اړه خپل شرطونه اعلان کړل

د حماس غورځنګ د سیاسي بيورو غړي عزت الريشک ويلي دي چې له غزې څخه د اسرائيلو د بشپړ وتلو او د بې ځايه شويوکسانو په ازادانه توګه د ستنیدو په اړه هيڅ ډول امتیاز ورکول د بحث وړ ندی.

2128148
حماس د اسرائیلو سره د مذاکراتو په اړه خپل شرطونه اعلان کړل

د حماس غورځنګ د سیاسي بيورو غړي عزت الريشک ويلي دي چې له غزې څخه د اسرائيلو د بشپړ وتلو او د بې ځايه شويوکسانو په ازادانه توګه د ستنیدو په اړه هيڅ ډول امتیاز ورکول د بحث وړ ندی.

عزت الریشک په  خپور کړي بیان د اوربند او د بندیانو د تبادلې د موافقې په اړه د حماس دریځ او شرطونه اعلان کړل.

عزت الریشک وویل، له غزې څخه د اشغالګرو د بشپړ وتلو او غزې څخه د بې ځایه شوو کسانو په ازادانه توګه بیرته  سیمو ته د راستنیدو په مسئله کې به دوې هیچا ته کوم امتیاز ورنکړي.

الریشک په غزه کې د دایمی اوربند په اهمیت باندې په ټینګار سره وویل:

"زموږ د خلکو نه د ملاتړ او شرارې په څیر د روانو وینو او قتل عامونو د مخنیوي یوازینی  تضمین دایمي اوربند دی. اشغالګر د لنډمهاله اوربند تړون غواړي ترڅو له غزې څخه خپل بندیان وباسي او بیا په غزه کې نسل وژنه او جګړه پیل کړي."

الریشک دې ته په اشارې سره چې اشغالګر ځواکونو له شپږو میاشتو زیات په غزه کې هیڅ بریا نه ده لرلې وویل،  د ملکی خلکو په نښه کول او په دغه ښار کې د زیربناوو له منځه وړو په اړه  د ژوند انځورونه د هغوې د ماتې ښکارندويي کوي نه د بریا .

الریشک په نړۍ کې د اسرائیلو په اړه  د لیدلوري په ارزولو سره وویل، اسرائیل اوس ناغوښتل شوی، د نړۍ عامه افکار زموږ د خلکو او د هغوی د عادلانه دعوا نه ملاتړ کوي.

د غزې په تړانګه کې د اکتوبر له اومې نیټې  راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې شاوخوا ۳۴ زره ملکي وګړي چې ډېری یې ښځې او  ماشومان دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


پيوندونه: #اسرائیل , #حماس

اړوند خبرونه