د اسرائیلو لوی درستیز هرزي حلوي ویلي، دوی به پر خپل هیواد د ایران د هوايي برید ځواب ورکړي.

د اسرائیلو دولتي ټلویزیون KAN اعلان کړی  چې د ایران په وړاندې داسې "محدود برید" پلان شوی و، چې د کنټرول وړ وي او هغوې ته به اجازه ورنکړل شي چې ځوابي برید وکړي او یا سیمه په یوې اړخیزه جګړه کې ښکیله کړي."

2128096

د اسرائیلو تلویزیون ویلي دي  اسرائیل نه غواړي چې له ایران سره د کړکیچ د زیاتوالي له امله د غزې مسئله دویم پلان ته وغورځیږي، او ټینګار کړی  چې چارواکي په دې باور دي چې  ایران له سرې کرښې  تیر شوی ، ځکه چې ایران د لومړی ځل لپاره  خپلې خاورې څخه مستقیم برید کړی دی. د ایران برید ته  ځواب ورکول اړین دي.

په بیان کې راغلي چې د اسرائیلو هوايي ځواک پر ایران د احتمالي برید لپاره خپل چمتووالی بشپړ کړی خو د برید د بڼې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې په ایران کې د وژنو عملیات یا په لویه کچه الیکترونیکي برید په پام کې نه دی نیول شوی.

د اسرائیلو لوی درستیز هرزي حلوي هم ویلي چې دوی به د ایران هوايي برید ته ځواب ورکړي.

د اسرائیلو د پوځ لخوا د خپور شوي بیان له مخې، حلوي د نیواتیم هوايي اډې څخه لیدنه وکړه، چې د اپریل په ۱۳  د ایران لخوا په ترسره شوي برید کې "لږ" زیان لیدلی و.

هلوي دلته په خپله وینا کې وویل "موږ راتلونکي ته ګورو، موږ په خپلو ګامونو غور کوو، او د اسرائیلو خاورې ته پدې کچه  توغندیو، کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید به بې ځوابه پاتې نشي .

اسرائیلو د اپرېل په لومړۍ نیټه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ هوايي برید وکړ چې له امله یې د ایران د سپاه پاسداران ۲ جګپوړو جنرالانو په ګډون ۷ تنه افسران ووژل شول.

ایران ددې برید په غبرګون کې وویل چې  د اسرائیلو لخوا ددوې  پر کونسلګرۍ برید د ایران  پر خاوره مخامخ برید دی او دوی به یې غچ واخلي. اسرائیلو ویلي وو چې د ایران د برید ځواب به ورکړي.

ایران د اپریل په دیارلسمه په سلگونو کامیکازي  بې پیلوټه الوتکو، بالستیک او کروز توغندیو سره پر اسرائیلو برید وکړ.

ایران اعلان وکړ چې ځینې هدفونه یې په نښه کړي، او اسرائیل اعلان وکړ چې د هوایی مدافعې سیسټمونو په واسطه د ډیرو بریدونو مخه نیول شوې، مګر یو توغندی په جنوب کې پر یوې پوځي اډې لګیدلی.

اړوند خبرونه