په سعودي عربستان کې  ګن شمیر  جګپوړي عسکري او ملکي چارواکي  له دندو  شړل  شوي دي.

په سعودي عربستان کې یو زیات شمیر عسکري او ملکي چارواکي له دندو ګوښه کړې شول

918777
په سعودي عربستان کې  ګن شمیر  جګپوړي عسکري او ملکي چارواکي  له دندو  شړل  شوي دي.

 په سعودي عربستان کې  ګن شمیر  جګپوړي عسکري او ملکي چارواکي  له دندو  شړل  شوي دي.

د سعودي عربستان پاچا  ملک سلمان بن عبدالعزیز  د شاهي  فرمان  په خپرولو سره  د نوموړي هیواد  لوی درستیز  او د هوايي ځواکونو قومندان  تقاعد ته  سوق کړي ، د پلو ځواکونو قومندان  او یو زیات شمیر نور جګپوړي  ملکي چارواکي  له دندو ګوښه کړي دي.

د سعودي عربستان  په رسمي خبري اژانس کې د خپور شوي  شاهي فرمان  له مخې  د نوموړي هیواد  لوی درستیز ستر جنرال عبدالرحمان بن صالح البنیان  او د هوايي ځواکونو  قومندان  محمد بن اواد سهیم  تقاعد ته  سوق کړی شول.

همداشان  د شاهي فرمان له مخې  د پلو ځواکونو قومندان  فهد بن ترکي  بن عبدالعزیز سربیره  د کورنیو چارو د وزارت مرستیالان احمد السلیم او حمد بن خلیفه الخلف، د کار او ټولنیزې پراختیا مرستیال وزیر ، د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له دندو ګوښه کړل.

همداشان  د شاهي فرمان له مخې  د جوف  د سیمې  امیر فهد بن بندر هم  له دندې ګوښه شوې دی.

ددې سربیره  تشو شوو  څوکیو ته  نوې څیرې  ټاکل شوي دي.

د سعودي عربستان  پاچا  فیاض الرحیلي  د نوي  لوی درستیزوال په توګه  او فهد المطیر  د پلو ځواکونو د قومندان  په توګه  او  ترکي بن بندر بن عبدالعزیز يی د هوايي ځواکونو  د قومندان په توګه  په دندو  ګمارلي دي.



اړوند خبرونه