ایران : د اسرائیلو هر ډول احتمالي برید ته به چټک، قوي او ډیر هر اړخیزځواب ورکړو.

د ایران او اسرائیل لخوا یو بل ته متقابل ګواښونه

2128246
ایران : د اسرائیلو  هر ډول احتمالي برید ته به چټک، قوي او ډیر هر اړخیزځواب ورکړو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي چې دوی به د اسرائیل هر ډول احتمالي برید ته "چټک"، "قوي" او "ډیر هر اړخیز" ځواب ورکړي.

د ایران د  نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم د راپور له مخې عبداللهیان د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ډیویډ کامرون سره په ټیلیفون خبرې کړې دي.

عبداللهیان خپل انګلیس سیال ته وویل چې په اسرائیلو باندې د ایران برید د اونۍ په پای کې د "خپل ځان د دفاع" په چوکاټ کې ترسره شوی او ویلي یې دي چې د اسرائیل تخریبي سیاستونه په سیمه کې د بحرانونو ریښه ده.

عبداللهیان پر غزې د اسرائیلو له برید څخه چې په ترڅ کې یې لسګونه زره ولسي وګړي ووژل شول، د اسرائیلو نه د بریتانیا پر ملاتړ په نیوکې سره وویل، په داسې حال کې چې په تیرو شپږو میاشتو کې د غزې پر مظلومو خلکو سلګونه زره ټنه بمونه غورځول شوي، د بریتانیا  لخوا ایران  په اړه چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې له مخې د ځان دفاع په چوکاټ کې عمل کړی دی اندیښنه ښودل  د حیرانتیا وړ خبره ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران په خاوره د تل ابیب د احتمالي حملې په اړه وویل: ایران نه غواړي چې په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شي خو که اسرائیلي رژیم دا جرئت وکړ زمونږ راتلونکی عکس العمل به ګړندی، پیاوړی او پراخ وي.

اسرائیلو د اپرېل په لومړۍ نیټه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ هوايي برید وکړ، چې د دوو جنرالانو په ګډون د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ۷ چارواکي ووژل شول.

ایران د اپریل په دیارلسمه په سلهاو کامیکازي بې پیلوټه الوتکو، بالستیک او کروز توغندیو سره پر اسرائیلو برید وکړ.

ایران اعلان وکړ چې ځینې هدفونه یې په نښه کړي، او اسرائیل اعلان وکړ چې د هوایی مدافعې سیسټمونو په واسطه د ډیرو بریدونو مخه نیول شوې، مګر یو توغندی په جنوب کې پر یوې پوځي اډې لګیدلی.

د اسرائیلو لوی درستیز هرزي حلوي ویلي، دوی به پر خپل هیواد د ایران د هوايي برید ځواب ورکړي.



اړوند خبرونه