ایران : که اسرائیل د ایران په اټومي تاسیساتو د برید هڅه وکړي ایران خپل اټومي پالیسي بدله کړي.
د ایران د سپاه پاسداران د اتومي مرکزونو د امنیت د څانګو قوماندان برید جنرال احمد حقطلب ویلي، که اسرائیل د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید ګواښ وکړي،ایران به خپل اټومي دوکټورین بدل کړي.
د ایران د سپاه پاسداران د اتومي مرکزونو د امنیت د څانګو قوماندان برید جنرال احمد حقطلب ویلي، که اسرائیل د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید ګواښ وکړي،ایران به خپل اټومي دوکټورین بدل کړي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، حقطلب د ایران پر وړاندې د اسرائیلو د احتمالي برید سناریو په اړه ارزونه وکړه.
حقطلب وویل، "که اسرائیل زموږ پر اټومي مرکزونو د برید ګواښ د یوې وسیلې او یا په ایران باندې د فشار راوړلو لپاره وکاروي، ایران ممکن د خپلې اټومي اصولو پالیسي باندې بیاکتنه وکړي او خپل مخکیني اعلان شوي نظریات بدل کړي."
حقطلب په دې خبرې سره چې د ایران دفاعي سیسټم د بریدونو په وړاندې مقاومت ته چمتو دی، وویل د اسرائیلو لخوا ددوې پر اټومي تاسیساتو د برید کولو په صورت کې دوی په اسرائیلو کې د اټومي تاسیساتو باندې د بریدونو لپاره پوره چمتووالی لري. ددوې توغندي د اسرائیلو د اټومي تاسیساتو د ویشتو لپاره اماده او چمتو دي.
د ایران قوماندان د خپل هیواد د "اټومي دوکټورین یا نظریې" په اړه د ډیرو جزیاتو ورکولو نه ډډه وکړه.
لوېديځو هیوادونو پر ايران د اټومي فعالیتونو او اټومي وسلو د تولید د توان لرو له امله بنديزونه لګولي دي.
د دغه هیواد دیني مشر علي خامنه اي د ۲۰۱۰ کال د دسمبر په ۱۲ نیټه په هیواد کې د اټومي وسلو تولید «حرام» اعلانولو فتوا صادره کړې وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ۲۰۲۲ کال د جولای په اوومه د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په کتنه کې وویل، اټومي وسلې د ایران په اصولو کې ځای نه لري، دا زموږ د سیاستونو او عقایدو خلاف دي.
اسرائیلو د اپرېل په لومړۍ نیټه په دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ پر ودانۍ هوايي برید وکړ، چې د دوو جنرالانو په ګډون د ایران د سپاه پاسداران اووه کارکوونکي پکې ووژل شول.
ایران چې ددې برید د غچ اخیستو ګواښ کړی وو د اپریل په دیارلسمه د سلگونو کامیکاز يبې پیلوټه الوتکو، بالستیک او کروز توغندیو سره پر اسرائیلو برید وکړ.
اسرائیلو ګواښ کړی وو چې د ایران بریدونو ته به ځواب ورکړي. اسرائیلو د اپریل په ۱۹ مه نیټه د شپې په ناوخته ساعتونو کې د ایران د اصفهان په ښار کې په ځینو هدفونو د برید کولو نه خبر ورکړ.