په کراچۍ کې د جاپاني وګړو پر موټر ځانمرګی برید شوی
د پاکستان په کراچۍ ښار کې په یوه منی بس موټر چې پنځه تنه جاپانیان په کې سپاره وو، ځانمرګی برید شوی دی.
2129855
د پاکستان په کراچۍ ښار کې په یوه منی بس موټر چې پنځه تنه جاپانیان په کې سپاره وو، ځانمرګی برید شوی دی.
د پاکستان پولیسو په کراچۍ کې د ځانمرګي برید په اړه څرګندونې وکړې.
د کراچۍ پولیسو په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې له دوو ترهګرو څخه يوه يې پر ځايي وخت د سهار په ۶ بجو او ۵۰ دقیقو د جاپاني اتباعو پر لیږدوونکي موټر ځانمرګى بريد کړى او بل يې د امنيتي ساتونکو له خوا په ډزو وژل شوى دى.
ویل شوي چې پدې برید کې جاپاڼي اتباعو وضعیت ښه دی او خوندي ځای ته انتقال شوي دي.
د بله پلوه د چاودنې نه وروسته په رامنځته شوي نښته کې درې تنه امنیتي کسان ټپیان شوي دي چې د دوو روغتیايي حالت يي ښه ندی .
د معلوماتو له مخې په دغه بریدکې د ترهګرو یوه بوجۍ چې په کې ۶ لاسي بمونه، ۳ میله میله کلاشینکوفونه او ۱ میل تفنګچه شامله وه، د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي .