ایراني سندر غاړی توماج صالحي د دویم ځل لپاره په اعدام محکوم شو
ایرانی ریپ سندرغاړی توماج صالحی د هغو مظاهرو د تنظیمولو په تور یو ځل بیا په اعدام محکوم شو چې په محبس کې د مهسا امینی له وژل کیدو سره پیل شوې وې.
ایرانی ریپ سندرغاړی توماج صالحی د هغو مظاهرو د تنظیمولو په تور یو ځل بیا په اعدام محکوم شو چې په محبس کې د مهسا امینی له وژل کیدو سره پیل شوې وې.
ویل شوي چې ایراني ریپ سندرغاړی توماج صالحي چې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې د لاریونونو د تنظیمولو په تور په اعدام محکوم شو او شاوخوا څلور میاشتې یې دوام وکړ، خو وروسته د سترې محکمې له خوا د هغه سزا په زندان اړول شوې وه .
د صالحي وکيل امير ريسيان له شارک ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې د اصفهان انقلابي محکمې د سترې محکمې پريکړه نه ده عملي کړې.
وکیل ریسیان وویل" د اصفهان د انقلابی محکمې لومړۍ څانګې د یو بې ساري اقدام د توماج صالحی په وړاندې د سترې محکمې حکم نه دی اجرا کړې او د ټیټې محکمې په خپلواکۍ یې ټینګار کړی او توماج صالحی په ځمکه کې د فساد په رامینځته کولو تورن کړی او هغه ته يي تر ټولو سخته او بده سزا د مرګ سزا ورکړې ده.
د ریپ سندرغاړې صالحي په لاریونونو کې برخه اخیستې وه او د لاریونونو په ملاتړ یې څرګندونې کړې وې، چې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شو او څلور میاشتې یې دوام وکړ. صالحي چې د اعدام په سزا محکوم شوی و، په لومړیو کې د مظاهرو پر مهال له وسله والو سره د تاوتریخوالي او جګړې د هڅولو په تور په اعدام محکوم شو. راپور ورکړل شوی چې د ایراني سندرغاړي سزا وروسته له چارواکو سره د هغه د "اغیزمنې همکارۍ" له امله زندان ته واچول شوه.