د کینیا د پوځ د لوی درستیز چورلکې سقوط کړی
په کینیا کې د پوځ لوی درستیز فرانسیس اوګولا د چورلکې د سقوط له امله لوی درستیز او ۱۰ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په کینیا کې د پوځ لوی درستیز فرانسیس اوګولا د چورلکې د سقوط له امله لوی درستیز او ۱۰ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د کینیا د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغه پيښه کې د پوځ لوى درستيز اوګولا او لس تنو پوځيانو ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه پوځيان ټپيان شوي دي .
د کینیا ولسمشر ویلیم روټو په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې چورلکې له الوتنې لږ وروسته سقوط وکړ او ټینګار یې وکړ چې دوی پدې پیښه کې د پوځ د مشر او نورو پوځیانو د مرګ له امله ډیر زیات خواشیني دي.
روتو وویل چې پیښه پرون په ځایی وخت د ماسپخین په ۲ بجو او ۲۰ دقیقو رامنځته شوه.
روټو وویل چې هوایی ځواک د پیښې ځای ته د هوایی تحقیقاتو ټیم لیږلی ترڅو د پیښې علت معلوم کړي.
ولسمشر روټو اعلان وکړ چې د دې پیښې له امله په ټول هیواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی.