تورکیې د ملي راډیو تلویزیون رئیس : لویدیځ رسنۍ په غزه کې روان قتل عامونه کتمان کوي

د تورکیې ملي راډیو تلویزیون په بهرنیو ژبو د خپلو ډیجیټل خبري پلیټ فارمونو او د نړۍوالو اغیزو د زیاتولو په موخه په اسپانیوي ژبه خبري ډیجیټل نشرات پيل کړل.

2132612
تورکیې د ملي راډیو تلویزیون رئیس : لویدیځ رسنۍ په غزه کې روان قتل عامونه کتمان کوي
trt ispanyolca.jpg
zahid sobaci trt ispanyolca.jpg

د تورکیې ملي راډیو تلویزیون په بهرنیو ژبو د خپلو ډیجیټل خبري پلیټ فارمونو او د نړۍوالو اغیزو د زیاتولو په موخه په اسپانیوي ژبه خبري ډیجیټل نشرات پيل کړل.

د تورکیې ملي راډیو تلویزیون ، د تورکیې رسا غږ نړۍ ته د رسولو په موخه  د ټي آر ټي ورلډ ، ټي آر ټي عربي ، ټي آر ټي روسي، ټي آر ټي الماني ، ټي آر ټي فرانسوي، ټي آر ټي بالکان  او ټي آر ټي افریقايي نه وروسته په ټي آر ټي اسپانیوي ژبې هم خبري دیجیټل نشرات پیل کړ.

ټي آر ټي اسپانیوي ډیجیټل خبري پلیټ فارم د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون په کوربه توب جوړه شوي د اسپانیوي ژبو هیوادونو د سرمشریزې په دویمه ورځ کې خپل نشرات پیل کړل.

د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون رئیس محمد زاهد سوباجي د نوموړو مراسمو په پرانیست وینا کې وویل ، د ټي آر ټي  په توګه، مونږ ۱۷ تلویزیوني چینلونه، ۱۷ راډیويي چینلونه، بهرنیو ژبو ډیجیټل خبرونو پلیټ فارمونو ، د تابي په نامه یو نړۍوال دیجیتل پلیټ فارم ، ۴ مجلو او ۴۱ بهرنیو ژبو او لهجو باندې راډیويي او انټرنټي نشراتو سره د نړۍ ۷ براعظمونو  ته د تورکیې غږ رسوو.

هغه د دې په بیانولو سره چې دوی د اکتوبر له اوومې راهیسې چې د غزې په تړانګه باندې د اسرائیلو بریدونو د پيل راهیسې نړۍواله ټولنه  په یوې خورا دردونکي بشردوستانه ازموینه کې ناکامه شوې ده . سوباجي وویل چې رسنۍ باید هیڅوخت حقیقت کتمان نکړي. رسنۍ باید داسې مرجع نوي چې د ویلو لپاره څه ونلري.

سوباجي وویل "خو له بده مرغه چې  لوېدیځ رسنیو د دې قتل عامونو په اړه د خپل چلند سره خپله اصلي څیره ټوله ته په ډاګه کړه. د غزې د قتل عامونو په اړه لویدیځ رسنۍ د ویلو لپاره څه نلري. په داسې حال کې چې د نړۍ نامتو رسنۍ هڅه کوي هغه څه پټ کړي چې څه پیښیږي، خو ټي آر ټي  په  غزه، جبالیه، خان یونس  او رفح کې چې څه پیښیږي هغه به ۴۱ نړۍوالو بهرنیو ژبو نړۍ ته رسوي. موږ هڅه کوو چې د خپل ارتباطي دهلیز ته د لا زیاتو بهرنیو ژبو په اضافه کولو سره وسعت ورکړو .

مونږ په اصل کې د نړۍ هر ګوټ او کونج ته د خپل رسا غږ او حقیقت د رسولو او د اخلاقو د خوندي کولو په خاطر هڅه کوو چې خپل نشراتي څپر لا پسې پراخه کړو.

پدې پروګرام کې د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس  فخرالدین التون، د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون رئیس محمد زاهد سوباجي او د ۱۸ اسپانیوي ژبو هیوادونو د رسنیو بنسټونو لوړ پوړو چارواکیو په ګډه  ټي آر ټي اسپانیوي دیجیټل خبري پلیټ فارم پرانیست.



اړوند خبرونه