د تورکیې بصری او سمعي حافظه، د تورکیې ملي راډیو او ټلویزیون اداره ۶۰ کلنه شوه.
تورکیې ملي راډیو تلویزیون د څه باندې نیمې پیړۍ راهیسې د نه هیریدونکو خپرونو سره خپلو لیدونکو ته نه هیریدونکې شیبې ورپه برخه کوي.
د تورکیې بصری او سمعي حافظه، د تورکیې ملي راډیو او ټلویزیون اداره ۶۰ کلنه شوه.
د تورکیې ملي راډیو تلویزیون د څه باندې نیمې پیړۍ راهیسې د نه هیریدونکو خپرونو سره خپلو لیدونکو ته نه هیریدونکې شیبې ورپه برخه کوي.
د تورکیې ملي راډیو تلویزیون د نړۍ په مختلفو ژبو د خپلو راډیوګانو او تلویزیوني چینلونو سره د تورکیې غږ نړۍ ته رسوي.
د ویلو ده چې د تورکیې ملي راډیو تلویزیون لومړی د ۱۹۲۷ کال د مۍ په شپږمه راډیويي خپرونې پيل کړې او وروسته يي بیا تلویزیوني خپرونې پيل کړې.
تورکیې ملي راډیو تلویزیون ادارې خپل لومړني امتحاني تلویزیوني نشرات د ۱۹۶۸ میلادي کال د جنوري په لومړۍ نيټه پیل کړل.
د توركيې د ملي راډيو او ټلويزيون بنسټ د ۱۹۶۴ كال د مې په لومړۍ نیټه د نافذ شوي قانون له مخې کیښودل شو.
د هغه نیټې نه راپدیخوا د تورکیې ملي راډیو تلویزیون د تورکیې په بصري او سمعي حافظې بدل شوی دی.
د ویلو ده چې د تورکیې ملي راډیو تلویزیون نن ورځ د نړۍ په ۴۱ ژبو او لهجو د راډیويي نشراتو او ویبپاڼو ترڅنګ د نړۍ په مشهور ژبو لکه الماني، روسي، فرانسوي، افریقايي ، اسپانیوي او بالکان ژبو باندې ډیجیتل یا د انټرنټ له لارې تلویزیوني نشرات کوي.
ددې ترڅنګ د تورکیې ملي راډیو تلویزیون په انګلیسي، عربي، منځني ختیځ په ژبو ۲۴ ساعته تلویزیوني چینلونه لري.
د تورکیې ملي راډیو تلویزیون کورنۍ چې د هرې ورځې په تیریدو سره لا لویږي ، د خپلې ۶۰ کلنې تجربې سره د کره او بې طرفه عامه خپرونو یوازینۍ پته، د تورکیې د خلکو غږ دی.
په همدې حال کې، تورکیې ملي راډیو تلویزیون اداره خپله ۶۰ مه کلیزه د ځانګړو مراسمو او خپرونو سره ولمانځله.