دمشق کې د ایران په سفارت په برید کې د وژل شوو ایراني جنرالانو لپاره د جنازې مراسم جوړ شول
د ایران په پلازمینه تهران کې د سپاه پاسدارانو د هغو جنرالانو او پوځيانو لپاره د جنازې مراسم تر سره شول چې د دمشق پر کونسلګرۍ په برید کې وژل شوي وو.
2125342
د ایران په پلازمینه تهران کې د سپاه پاسدارانو د هغو جنرالانو او پوځيانو لپاره د جنازې مراسم تر سره شول چې د دمشق پر کونسلګرۍ په برید کې وژل شوي وو.
د ایران د دولتي ټلویزیون د خبر له مخې د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت د تهران په فردوسي څلورلارې کې د وژل شویو پوځیانو د جنازې مراسم ترسره شول.
د مراسمو په ترڅ کې د امريکا او اسرائيلو پر ضد شعارونه ورکړل شول.
اسرائیلو د اپریل په لومړۍ نیټه په دمشق کې د ایران د سفارت په انګړ کې د قونسلګرۍ پر ودانۍ هوايي برید وکړ.
په دغه برید کې د دوو جنرالانو په ګډون د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ۷ تنه افسرانو ژوند د لاسه ورکړ.
ویل شوي، چې په دغه برید کې ۶ سوري وګړي هم وژل شوي دي.
په ایران کې د روژې وروستۍ جمعه د قدس د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.