د ایران په سیستان بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو هممهاله بریدونه شوي

په ایران کې د سپاه پاسدارانو او پولیسو پر مرکزونو وسله وال بریدونه شوي

2124592
د ایران په سیستان بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو هممهاله بریدونه شوي

د ایران په سویل ختیځ سیستان بلوچستان ولایت کې د سپاه پاسداران د پوځ په یو مرکز او د پولیسو په دوو مرکزونو باندې په هممهاله توګه  وسله والو حمله وکړه چې له امله یې درې تنه امنیتی منسوبینو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ایران د دولتي ټلویزیون د خبر له مخې، د سیستان بلوچستان مرستیال والي علي رضا مرحمتی وویل، په راسک او چابهار کې د پوځ پر مرکزونو ترهګریز بریدونه شوي، وضعیت تر کنټرول لاندې دی او په اړه به یې جزییات وروسته اعلان شي.

مرحمتی دولتي ټلویزیون ته په خپله وینا کې ویلي، په هغو نښتو کې چې د بریدونو په غبرګون کې رامنځ ته شوې، د ایران ۳ امنیتي افسرانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په همدې حال کې د جیش العدل سازمان په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د بریدونو مسوولیت منلی دی.

"جیش العدل" چې په ایران کې یو تروریستي سازمان ګڼل کیږي، کله ناکله د پاکستان په پوله د هیواد په سویل ختیځ کې د سیستان-بلوچستان په ولایت کې د ایران په وړاندې وسله وال فعالیتونه تنظیموي او ادعا کوي چې دوې د  "سني بلوڅانو د حقونو دفاع کوي ".


پيوندونه: #برید , #ایران

اړوند خبرونه