په پاکستان کې د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له امله ګڼشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازو د چاودنې له امله ۱۲ کان کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
2117872
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازو د چاودنې له امله ۱۲ کان کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
چاودنه د دغه ایالت په هرنای ښار کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې شوې ده.
له چاودنې وروسته د کان یوه برخه نړېدلې او ۲۰ کان کیندونکي په کې بند پاتې دي.
سیمې ته د ژغورنې ډلې استول شوې دي.
د ژغورنې او پلټنو ډلو تر ۸ تنه کان کیندونکي ژوندي ژغورلي او د ۱۲ تنو کان کیندونکو مړي راویستي دي. ژوندي ژغورل شوي کان کیندونکي روغتون ته استول شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د وژل شویو کسانو له خپلوانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
شریف ویلي چې حکومت به یې له کورنیو سره هر ډول ممکنه مرسته وکړي.