د پاکستان لومړي وزیر د تورکیې سره د تجاري اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه

په پاکستان کې د دویم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوي شهباز شریف له تورکیې سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه وکړه.

2114708
د پاکستان لومړي وزیر د تورکیې سره د تجاري اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه

په پاکستان کې د دویم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوي شهباز شریف له تورکیې سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه وکړه.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په پلازمینه اسلام اباد کې د لومړي وزیر په دفتر کې د تورکیې له سفیر محمد پاچاجي سره لیدنه وکړه.

شهباز شریف پدې  لیدنه کې وویل چې  د توركيې او پاكستان ترمېنځه د ۵  میلیارده  ډالرو د تجارت هدف ترلاسه كولو لپاره بايد سوداګري پراختیا ومومي.

شبهاز شریف وویل چې پاکستان او تورکیه په دوامداره توګه په اساسي مسایلو کې د یو بل ملاتړ کوي او په راتلونکي کې به هم د یو بل ملاتړ ته دوام ورکړي.

شریف وویل چې دی خوښ دی چې ولسمشر رجب طیب اردوغان ورته ټیلیفون وکړ او د هغه د ټاکنې  له امله یې مبارکي وویله . هغه  تورکیې ته  د ملي جنګي الوتکې KAAN د بریالۍ الوتنې له امله مبارکي وویله.

شریف وویل، اردوغان ته یې د تورکیې او پاکستان د ستراتیژیکو همکاریو د شورا په اوومه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې او ویلي یې دي چې د پاکستان خلک په پلازمېنه اسلام اباد کې د ولسمشر اردوغان کوربه توب ته سترګې په لار دي.

سفیر پاچاجي  د پاکستان لومړي وزیر شبهاز شریف ته یو ځل بیا د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ورورولۍ د اړیکو د پیاوړتیا په اهمیت یې ټینګار وکړ.



اړوند خبرونه