ایران : چمتو یو چې په تور سمندرګي کې د غلو دانو د خوندي دهلېز په جوړولو کې مرسته وکړو
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي، دوی چمتو دي چې په تور سمندرګي کې د غلو دانو د خوندي دهلېز په جوړولو کې مرسته وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي، دوی چمتو دي چې په تور سمندرګي کې د غلو دانو د خوندي دهلېز په جوړولو کې مرسته وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، عبداللهیان د خپل اوکرایني سیال دیمیترو کولیبا سره د دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو پرمختګونو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.
عبداللهیان د جون په ۲۹ نېټه د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر منځ لیدنې ته په اشارې سره وویل، هغه د اوکراین د جګړې په وړاندې د خپل هېواد پر دریځ او د جګړې د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ.
عبداللهیان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ایران او اوکراین اړیکې به تل د دوستۍ، درناوي، متقابلو ګټو او همکارۍ په چوکاټ کې ساتل کیږي.
"موږ چمتو یو چې په تور سمندرګي کې د غلو د ټرانسپورټ دهلیز پرانستلو لپاره د تړون سره مرسته وکړو."
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر کولبا له ایران څخه د اوکراین پر خلاف د جګړې سره د مخالفت له امله مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې د کیف حکومت د جګړې د پای ته رسولو لپاره هر ډول مرستې او سیاسي ملاتړ ته چمتو دی.
کولبا وویل چې د کرنېزو محصولاتو او غلې دانې په شمول د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته چمتو دی او د تهران او کیف ترمنځ د رغنده اړیکو د پراختیا لپاره د خبرو اترو د دوام اهمیت ته اشاره وکړه.
د نړۍ د غلې د سترو تولیدونکو هیوادونو روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه د خوراکي توکو په بحران د بدلیدو د مخنیوي په خاطر د ملګرو ملتونو، روسیې او تورکیه داوکراین په میلیونونو ټنه غله دانه د نړۍ بازارونو ته د صادرولو په خاطر د یو خوندي دهلیز د جوړولو لپاره کار کوي.
د پلان له مخې د مسودې په مرحله کې به د غلې دانې محصولات د تورې بحیرې له لارې د نړۍ بازارونو ته ولیږدول شي.
د تورکیې ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د جون په ۲۳ مه په خپله وینا کې وویل چې په استانبول کې د دې پروسې د عملیاتو د مرکز د جوړولو په اړه توافق موجود دی.