په ایران کې د لس پوړیزې ودانۍ د چپه کیدو له امله ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د ایران په خوزستان ولایت کې پرون د یوې لس پوړیزې ودانۍ د چپه کیدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ ته ورسېد.
د ایران په خوزستان ولایت کې پرون د یوې لس پوړیزې ودانۍ د چپه کیدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ ته ورسېد.
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د ناورین د مدیریت د ادارې مشر محمد حسن نومي د خوزستان په ابدان ښار کښې د یوې لس پوړیزې ودانۍ د نړېدو په هکله وروستي معلومات شریک کړل.
هغه وویل چې په ابدان کې د ودانۍ د نړېدو په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ او د ټپیانو شمېر ۳۲ ته لوړ شو.
ایراني چارواکي دې ته په اشارې سره وویل چې شاوخوا ودانیو دچپه کیدو د خطر او تدابیرو له امله ټولې تخلیه شوي دي، دوی هڅه کوي د ړنګې شوې ودانۍ په شاوخوا کې د تونلونو په پرانیستلو سره زیرزمیني منزلونو ته ځان ورسوي.
په کنډوالو کې د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري.
په همدې حال کې د خوزستان لوی څارنوال صادق جعفري چیګیني یادونه وکړه چې د ودانۍ د چپه کیدو په تړاو د نیول شویو کسانو شمېر ۱۰ ته لوړ شوی دی.
د ویلو ده چې پرون د ایران د خوزستان ولایت اړوند د ابدان په ښار کې
د ابدان میټروپول لس پوړیز سوداګریز مرکز چې د تهلنجي امیري په سیمه کې تر کار لاندې د یو سوداګریز مرکز لس پوړیزه ودانۍ د نامعلوم لامل له امله ونړیده.
د ایران د سرې میاشتې د ژغورنې د څانګې مشر مهدي ولي پور ویلي وو چې دوی اټکل کوي چې تر خاورو لاندې ۸۰ کسان بند پاتې وي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له پېښې وروسته د ودانۍ مالک او قراردادي هم نیول شوي دي.