په ایران کې د مستضعفینو د بڼسټ یو تن کارکوونکي ۳ تنه مړه او ۵ تنه ټپیان کړل

په ایران کې د یرغمل نیونې په یوه پیښه کې ۴ تنه مړه او ۵ تنه ټپیان شول

1828787
په ایران کې د مستضعفینو د بڼسټ یو تن کارکوونکي ۳ تنه مړه او ۵ تنه ټپیان کړل

د ایران په ایلام ښار کې د مستضعفینو بڼسټ د یوه پخواني کارکوونکي له خوا د یرغمل نیونې په پېښه کې ۴ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

تسنيم خبري آژانس د پيښي په اړه د ایلام ښار  د امنيه قومندانۍ مرستيال فرزاد ياسمي له قوله ویلي دي  چې

 

"د مستضعفینو د  بنسټ یو تن پخواني کارکوونکي چې له دندې ګوښه شوی و، نن سهار د دغه بنسټ کارکوونکي یرغمل ونیول او په ډزو يي  ۳ تنه یې ووژل او ۵ تنه یې ټپیان کړل، چې وروسته يي خپل ځان  هم وواژه . "

ایراني چارواکو ویلي چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.

د مستضعفینو بنسټ چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي پورې تړلی دی، د خپلو سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو لکه املاکو، بانکدارۍ او بیمې سره په سر کې قرار لري.



اړوند خبرونه