د پاکستاني‌ طالبانو یو تن مهم مشر په افغانستان کې ووژل شو.

د تحریک طالبان پاکستان یو تن ډیر مهم مشر په ننګرهار کې ووژل شو

1760328
د پاکستاني‌ طالبانو یو تن مهم مشر په افغانستان کې ووژل شو.

د پاکستاني‌ طالبانو یو تن مهم مشر په افغانستان کې ووژل شو.

پاکستاني‌ رسنیو د افغانستان د ننګرهار په ولایت کې د پاکستاني‌ طالبانو د یو تن مشر خالد بلتي عرف محمد خراساني‌ د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.

د پاکستان امنیتي‌ سرچینو هم د محمد خراساني‌ د وژل کیدو د خبر پخلی کړی دی خو  د پيښې په اړه لا جزیات ندي‌ ورکړ شوي‌ .

د پاکستان امنیتي‌ مسئولینو ویلي‌ دي‌ چې ۵۰ کلن خالد بلتي  د تحریک طالبان پاکستان د یو تن مهم مشر سربیره ددې ډلې ویاند په توګه هم دنده ترسره کوله. هغه په پاکستان کې پر امنیتي‌ ځواکونو په یو زیات شمیر بریدونو کې په لاس لرولو تورن وو.

پاکستان امنیتي‌ سرچینو ویلي دي‌ چې په افغانستان کې طالبان واک ته د رسیدو نه وروسته خالد بلتي‌ په ډیره ازاده توګه وخت نا وخته کابل ته تګ راتګ کولو.

ویل کیږي‌ نوموړی د تحریک طالبان پاکستان د مشر مفتي‌ نور محمد محسود ډیر نږدی کس وو او ډیری ترهګریز بریدونه به يي د هغه سره یو ځای طرحه کول.



اړوند خبرونه