په پاکستان کې پر پولیسو خونړی برید شوی
د خیبرپښتونخوا د لکي مروت په ښار کې نامعلولو وسله والو پر پولیسو خونړی برید کړی
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د لکي مروت په ښار کې پر پولیسو خونړی برید شوی دی.
د لکي مروت ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن سې شنبه د اکتوبر ۲۷ مه د سهار په ساعتونو کې نامعلومو وسله والو د پولیسو پر موټر ډزې وکړې چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ تنو ژوند ژوند د لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي دي چې د پولیسو پر موټر هله برید وشو چې پر ګزمې بوخت ول. برید د لکي مروت ښار په شپږ کیلومترۍ کې د موټرسایکل سپرو نامعلومو وسله والو لخوا شوی دی.
د لکي مروت د ښار د پولیسو مشر شهزاد عمر خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا برید په لس بجو او ۴۵ دقیقو رامنخته شوی دی.
د برید نه سمدلاسه وروسته پولیس سیمې ته ورسیدل او د پیښې د قربانیانو مړي نږدې روغتون ته انتقال شوي دي.
برید کوونکي د پیښې د ځایه په تیښته بریالي شوي دي. پولیسو د برید کوونکو د نیولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پیل شوي دي.
پولیسو د پيښې د ځای نه ځینې شواهد راټول کړي دي چې د برید کوونکو د نیولو په تحقیقاتو کې به مرسته وکړي.