عمران خان : پر طالبانو زمونږ اغیزې کمې شوي‌ دي

عمران خان : د امریکا لخوا د افغانستان نه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستو د نیټې اعلانولو پر طالبانو د پاکستان اغیزې کمې کړي‌ دي

1665131
عمران خان : پر طالبانو زمونږ اغیزې کمې شوي‌ دي

 د پاکستان لومړي‌ وزیر عمران خان ویلي دي  پر طالبانو باندې اغیزې د پام وړ کمې شوي‌ دي. هغه وویل چې د امریکا لخوا د افغانستان نه د خپلو ټولو ځواکونو د وتو د نیټې د اعلانولو نه  وروسته پر طالبانو زمونږ اغیزې هم کمې شوې. ددې خبرې لامل  طالبانو ته د ستر بري‌ احساس ورکول دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې پاکستان د افغانستان د سولې د مذاکراتو د بریالي‌ کیدو په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کړې ده . طالبان يي د مذاکراتو میز ته د راکاږولو او بین الافغاني‌ ته قناعت ورکولو په خاطر د هیڅډول هڅې نه ډډه نده کړې خو د امریکا لخوا  د افغانستان نه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستو د نیټې د اعلانولو پر طالبانو د پاکستان اغیزې کمې کړې.

عمران خان دا څرګندونې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره د ویدیو کنفرانس له لارې په مرکه کې وکړې. عمران خان پر طالبانو د پاکستان د اغیزو د کمیدو لامل امریکا وباله.

عمران خان وویل چې" د امریکا لخوا د افغانستان نه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستو د غوڅې نیټې اعلانولو طالبانو ته د ستر بري‌ احساس ورکړ. هغوې داسې فکر کوي‌ چې دا جګړه  يي ګټلې ده او ستر بری يي ترلاسه کړی دی. د همدې امله پر هغوې زمونږ اغیزې هم کمې شوې."

هغه وویل چې پاکستان طالبانو ته وايي چې دم ګړۍ لازم ندی چې هغوې پوځي‌ بری اعلان کړي. که چیرې طالبان ټول  د بري‌ په نشه کې ډوب شي او سولې نه ډډه وکړي‌ دا خبره ددې لامل کیدای شي‌ چې په افغانستان کې اوږد مهال کورنۍ جګړه پيل شي.

همداشان دا کورنۍ جګړه  د افغانستان نه وروسته تر ټولو ډیرې بدې اغیزې پر پاکستان کوي.

خان وویل چې په افغانستان کې احتمالي  کورنۍ جګړه کیدای شي‌ چې پاکستان یو ځل بیا د کډوالو د سترې څپې سره مخامخ کړي. د پاکستان ستره اندیښنه هم ددې ناحیې نه ده.

هغه وویل چې دم ګړې پاکستان د نږدې ۳ میلیونو تنو افغان کډوالو کوربه دی او نورو کډوالو منل زمونږ لپاره ډیره ګرانه خبره ده.

عمران خان وویل چې پاکستان د همدې امله هم د طالبانو پر خلاف د پوځي‌ عملیاتو نه پرته نور هر انتخاب باندې غور کوي.

هغه وویل که چیرې طالبانو وغواړي‌ چې د جګړې او یا پوځي‌ لارو څخه د افغانستان د نیولو هڅه وکړي‌ د هر څه نه مخکې پاکستان به د افغانستان پر مخ خپلې دروازې وتړي. پاکستان وار د مخه د افغانستان سره په پوله کې اغزن مزو غځولو چارې پایته رسولي‌ دي. پاکستان نه غواړي‌ چې د افغانستان په جګړه کې ځان دخیل کړي.

همداشان نورو کډوالو ته د پناه ورکولو توان هم نلري.

عمران خان ددې پوښتنې په ځواب کې که چیرې طالبان د پوځي لارو څخه د افغانستان حکومت ونیسي‌ ایا پاکستان به طالبان په رسمیت وپیژني؟ وویل ، پاکستان په افغانستان کې یواځې هغه حکومت چې د خلکو لخوا ټاکل شوی وي هغه  په رسمیت پیژني.



اړوند خبرونه