د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې پر امنیتي ځواکونو خونړی وسله وال برید شوی دی.
په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو خونړی برید شوی
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي دي چې د بلوچستان ایالت د سبې ولسوالۍ د سنګن په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو وسله وال برید شوی دی چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۵ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په بیان کې راغلي دي چې د برید نه وروسته د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته رامنځته شوه چې ترهګرو ته هم پکې ځاني زیانونه اوښتي دي.
امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو د نیولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
د بیان له مخې دا برید په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د جوړ شوي یو جشن په مراسمو شوی دی.
د پاکستان پوځ ویلي دي چې ترهګر ددې ډول بریدونو سره نشي کولې چې زمونږ د خوښیو او لمانځونو مخه ونیسي.
د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو کچه لوړه شوې ده .
د جون په ۱۴ مه نيټه هم په کوټه ښار کې پر امنیتي ځواکونو د بمي برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ تنو امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو.