په لاهور کې درنده چاودنه شوې
د لاهور ښار د جوهر ټاون په سیمه کې درنده چاوده شوې
د پاکستان د لاهور په ښار کې د الله هو چوک ترڅیرمه درنده چاودنه شوې.
د لاهور امنیتي سرچینو ویلي دي چې چاودنه د جوهر ټاون په سیمه کې د الله هو چوک ترڅیرمه شوې ده .
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې د یو تن پولیس په ګډون ۲ تنه مړه او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه د ۵ تنو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.
د لاهور د ښار د پولیسو یو تن مشر غلام محمود ډوګر خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې تر اوسه پورې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
ټپیان سمدلاسه روغتونونو ته انتقال شوي دي چې د پنځو تنو روغتیايي حالت يي ښه ندی.
هغه ویلي دي چې د چاودنې ډول تر اوسه پورې معلوم ندی خو په اړه يي تحقیقات دوام لري.
د بله پلوه عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د یو موټر سایکل پر مټ شوې ده . د چاودنې نه څو شیبې مخکې د پيښې د ځای نه یو موټرسایکل درې ځله ښکته او پورته لاړ چې وروسته چاودنه وشوه.