په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو په خاطر د رای اچونې بهیر پيل شو
په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو په ګډون د ۴ جلا جلا ټاکنو په خاطر د رای اچونې بهیر پيل شو.
1660295
په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو په ګډون د ۴ جلا جلا ټاکنو په خاطر د رای اچونې بهیر پيل شو.
په ایران کې د ولسمشرۍ، د ښارونو او کلو لپاره اسلامي شوراګانو، د خبرګان مجلس د رهبرۍ او اسلامي شورا د مجلس لپاره ټاکنې کیږي.
د ایران ټاکنو د خپلواک کمیسیون او کورنیو چارو وزارت په دستور د رای اچونې بهیر په ځايي وخت د سهار په ۷ بجو پيل او د شپې تر ۱۲ بجو به دوام وکړي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د اړتیا په صورت کې به د رای اچونې موده د شپې تر ۲ بجو پورې وغځوي.
ویل کیږي د ایران پدې ټاکنو کې به ۵۹ میلیونه ۳۱۰ زره او ۳۰۷ تنه واجد د شرایطو رای وکاروي.
د ویلو ده بهر میشت ایراني وګړي هم کولای شي چې د نړۍ په ۱۳۳ جلا جلا نقطو کې ددې هیواد په سیاسي نماینده ګیو کې خپلې رایې وکاروي.