د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران د خلکو او قاسمي‌ د کورنۍ نه د بخشش غوښتنه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف  د قدس د ځواکونو د پخواني‌ قومندان قاسم سلیماني‌ باندې د نیوکو له امله د ایران د خلکو نه د بښتې غوښتنه وکړه.

1632377
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران د خلکو او قاسمي‌ د کورنۍ نه د بخشش غوښتنه وکړه

 

د ویلو ده چې یو څه موده مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د یوې پټې مرکې غږ خپور شو. پدې مرکه کې د ظریف څرګندونو په ایران کې ډیر سخت غبرګونونه راوپارول.

ظریف پر هغه د ډیرو سختو نیوکو نه وروسته د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پيغام کې ویلي‌ دي‌ چې ددې د څرګندونو نه یو زیات شمیر برخې د سیاسي‌ الې په توګه استفاده کړې. زه پوهیږم چې زما څرګندونو د سلماني‌ کورنۍ او د هغه مینه وال ناراضه کړي‌ دي.

ظریف ویلي‌ دي‌ ټول هغه کسان چې پر ما يي بې بڼسټه تورونه لګولي دي‌ او بې ځایه نیوکې کړي‌ دي‌ زما لخوا ورته بخشش دی.

خو زه هم هیله لرم چې د ایران ستر ملت ، د قاسم سلیماني‌ ټول مینه وال او په ځانګړې توګه د هغه ستره کورنۍ ما ته بښنه او بخشش وکړي.

د ویلو ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې ددې هیواد د یو تن ژورنالست سعید لیلاز سره مرکه کړې وه  او دا مرکه نشر شوې نوه.

همداشان دا مرکه وروسته د اپریل په ۲۵ مه نیټه د ایران انټر نیشنل تلویزیون لخوا د ترلاسه کیدو نه وروسته نشر شوه.

ظریف پدې مرکه کې د ایران د قدس ځواکونو د پخواني‌ قومندان چې په عراق کې د امریکا لخوا ووژل شو سختې نیوکې کړې وې. هغه ویلي‌ وو چې سلیماني‌ به په بهرنیو چارو کې ډیره زیاته مداخله کوله او مونږ به خپل بهرنی سیاست د هغه په خوښه عملي کوو.



اړوند خبرونه